نورستان کې د ښځینه وو پر ځان بسیا کیدو هڅې   
نورستان کې د ښځینه وو پر ځان بسیا کیدو هڅې   

د نورستان ولایتی چارواکی وایی، چې د دغه ولایت د مرکز پارون او وانټ وایګل ولسوالۍ له سلو نارینه او ښځینه‌وو سره د وړو کاروبارونو جوړولو په موخه د ۵ مېلیونه افغانیو نغدی مرسته شوې. د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د […]

د نورستان ولایتی چارواکی وایی، چې د دغه ولایت د مرکز پارون او وانټ وایګل ولسوالۍ له سلو نارینه او ښځینه‌وو سره د وړو کاروبارونو جوړولو په موخه د ۵ مېلیونه افغانیو نغدی مرسته شوې.

د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالی کمېشنرۍ (UNHCR) له لوری ویشل شوې دی.

خبرپاڼه زیاتوی، چې په دغو کورنیو کې ۵۲ نارینه او ۴۸ ښځینه شاملې دی، چې هرې کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې.

د مالوماتو له مخې په یادو کاروبارونو کې دوکانداری، ترکاڼی، خیاطی او رخت پلورنه شامل دی، ترڅو د یادو کورنیو اقتصاد ښه او پر ځان بسیا شی.

نورستانۍ میرمنې د ترلاسه شویو مرستو خوښی څرګندوی، خو له نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوی، چې د اقتصادی ستونزو د حل په موخه دې ورسره مرستې لا زیاتې او دوامدارې شی.

یادې مرستې په داسې حال کې د نورستانی میرمنو سره کېږی، چې د طا.لبانو حکومت په بېلابېلو برخو کې د ښځو په کار بندیزلګولى دى.