نورستان کې د کورنیو لخوا ښځې درنو کارونو ته اړیستل کیږی
نورستان کې د کورنیو لخوا ښځې درنو کارونو ته اړیستل کیږی

خبرگزاری زنان افغانستان: د هیواد په ختیځ نورستان ولایت کې د ښځو ژوند له کړاونو او ستړیاو ډک دی، ښځې یې هم له کوره بهر ځینی داسې درانه کارونه کوی چې باید سړی یې ترسره کړی. د نورستان اوسیدونکی ذکرالله وایې، نورستانۍ ښځې په پټیو او کروندو کې د کارونو تر څنګ له غرونو لرګی […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د هیواد په ختیځ نورستان ولایت کې د ښځو ژوند له کړاونو او ستړیاو ډک دی، ښځې یې هم له کوره بهر ځینی داسې درانه کارونه کوی چې باید سړی یې ترسره کړی.

د نورستان اوسیدونکی ذکرالله وایې، نورستانۍ ښځې په پټیو او کروندو کې د کارونو تر څنګ له غرونو لرګی راوړی، څاروی ساتی او پر دې هر څه سربېره ماشومان روزنه او د کور نورې چارې هم سرته رسوی.

د نوموړی په خبره زیاتره میرمنې د کورنیو لخوا درنو کارونو ته اړیستل کیږی، چې ځینې یې د درنو کارونو له لاسه ستړې او زاره چاودې دی.

ذکرالله زیاتوی:«هو نورستان کې اوس هم پر ښځو باندې د کور کارونو ترڅنګ د پټیو کارونه، له غره لرګی راوړل، څارویو ساتنه او کور سمبالول هم پر غاړه لری، نورستانۍ میرمنې له زیات کړاو سره مخ دی او دا چاره همداسې نسل تر نسل روانه ده.»

د نوموړی په خبره نورستان کې ښځې د یوې وینځې یا مزدورې په توګه کارول کیږی او هیڅ حقوق نه دی ورکړل شوی.

د نورستان اوسیدونکې او ښځینه ډاکټره شازیه چې اوسمهال ننګرهار کې اوسیږی وایی، په کامدیش، برګیمټال او د دغه ولایت په نورو سیمو کې په کور ناستې ښځو ته په ښه نظر نه کتل کېږی.

هغه زیاتوی د نورستان ښځې ترټولو بد حالت کې دی او تر ټولو درانه کارونه د نورستان ښځې کوی.

شازیه زیاتوی:« د نوستان ښځې د ژوند په سخت حالت کې دی، ځکه هیڅ حقوق نه دی ورکړل شوی او د یوې وینځې په توګه ترې کار اخیستل کیږی؛ هغه ښځې چې کار نه کوی بیا پرې د کورنۍ لخوا فشار هم زیات وی او پر ځینو یې میړونو بله ښځه هم کوی.»

نوموړې د ښځو د ملاتړ په برخه پر ځینو مسولو ادارو او نړیوالو موسسو هم نیوکه کوی، چې له دومره فعالیتونو سره سره یې د دوی غږ نه دی اوریدلی.

هغه زیاتوی نورستان کې د ښځو لپاره له کرنې او مالدارۍ پرته د ژوند نورې بوختیاوې نه شته، نو ځکه خو په ژوند کې بدلون نه لیدل کیږی.

نوموړې له موسسو او نورو اړونده ادارو نورستانیو ښځو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو او پروژو د پلی کیدو تر څنګ عامو خلکو ته د ښځو حقونو په برخه کې د عامه پوهاوی غوښتنه کوی.

هڅه مو وکړه په دې اړه نورستان کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو د پرله پسې هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالی نشو.