نړیواله ټولنه باید د طالبانو د ښځو ضد فرمانونو په غبرګون کې دې عملی اقدامات وکړی
نړیواله ټولنه باید د طالبانو د ښځو ضد فرمانونو په غبرګون کې دې عملی اقدامات وکړی

خبرگزاری زنان افغانستان: د افغانستان اعتراض کوونکو ښځو له نړیوالې ټولنې غوښتی چې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونو په غبرګون کې دې عملی اقدامات وکړی. پرون د افغانستان د ښځو د یووالی او پیوستون غورځنګ غړو په یوه اعتراضیه غونډه کې اعلان وکړ چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو د ترهګرې ډلې د ښځو […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د افغانستان اعتراض کوونکو ښځو له نړیوالې ټولنې غوښتی چې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونو په غبرګون کې دې عملی اقدامات وکړی.

پرون د افغانستان د ښځو د یووالی او پیوستون غورځنګ غړو په یوه اعتراضیه غونډه کې اعلان وکړ چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو د ترهګرې ډلې د ښځو ضد فرمانونو د زیاتوالی په غبرګون کې ژر تر ژره اقدام وکړی.

دغه مېرمنې پرون “یکشنبه د سرطان ۲۵مه” په یوه بند ځای کې سره راټولې شوې او د «بې ګناه طالبانو ته نه» او «ترهګرو طالبانو ته نه» شعارونه ورکول او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې طالبان په رسمیت ونه پېژندل شی.

دغو لاریون کوونکو ښځو ټینګار وکړ چې د طالبانو زیاتیدونکی محدودیتونو د افغان ښځو پر وړاندې فضا نارامه کړې ده او نړیواله ټولنه اړ ده چې د ښځو د اعتراض کوونکو د ملاتړ لپاره سمدستی اقدامات وکړی او د دغو فرمانونو د زیاتوالی مخه ونیسی.

له ټولنې څخه د ښځو د ایستلو لپاره د طالبانو محدود فرمانونه مخ په زیاتیدو دی. په دې وروستیو کې د طالبانو ډلې د ښځو د آرایشگاوی د سالونونو د تړلو امر کړی او په دې ورځو کې چې د کانکور ملی ازموینه روانه ده، هغه نجونې چې له دولسم ټولګی فارغې دی، پوهنتونونو ته د داخلېدو لپاره په دې ازموینه کې ګډون نه شی کولی.

د افغانستان لاریون کوونکو ښځو ته د ښځو په وړاندې د طالبانو د حکمونو د زیاتیدو په وړاندې د نړیوالې ټولنې د اقدام د ضرورت په هکله وویل, هغه زیاته کړه چې دوه کاله د طالبانو لخوا ضایع شوی وخت لږ نه دی.

په دې وروستیو کې حتی د ښځو مدنی مبارزې هم د ملګرو ملتونو له خوا له پامه غورځول شوی ځکه چې دوی له طالبانو سره د اړیکو په اړه فکر کوی. له بلې خوا د طالبانو د ښځو ضد فرمانونه هم مخ په زیاتیدو دی. له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو زموږ غوښتنه دا ده چې د طالبانو د دې فرمانونو پر وړاندې جدی او عملی اقدام وکړی.

په ورته وخت کې د ښځو په اړه د محدودو فرمانونو ترڅنګ د طالبانو له لوری د تعلیمی نصاب بدلون هم له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. لاریون کوونکو ښځو په خپلو اعتراضی غونډو کې په تعلیمی نصاب کې د بدلونونو د مخنیوی غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې طالبان غواړی د ښځو او نجونو په منځ کې افراطیت او تروریستی مفکورې خپرې کړی.

خبرگزاری زنان افغانستان