هلمند: کم شمېر ښځینه ډاکټرانې دی او ډېری یې غیر مسلکی دی
هلمند: کم شمېر ښځینه ډاکټرانې دی او ډېری یې غیر مسلکی دی

هلمند: کم شمېر ښځینه ډاکټرانې دی او ډېری یې غیر مسلکی دی   خبرگزاری زنان افغانستان: د هلمند یو شمېر اوسېدونکی وایی، له یوې خوا په دغه ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو شمېر کم دی او له بلې خوا ډېری دغه ډاکټرانې بې مسلکی دی. دوی وایی، دغه ښځینه ډاکټرانې ډېرې پیسې اخلی، خو د […]

هلمند: کم شمېر ښځینه ډاکټرانې دی او ډېری یې غیر مسلکی دی

 

خبرگزاری زنان افغانستان: د هلمند یو شمېر اوسېدونکی وایی، له یوې خوا په دغه ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو شمېر کم دی او له بلې خوا ډېری دغه ډاکټرانې بې مسلکی دی.

دوی وایی، دغه ښځینه ډاکټرانې ډېرې پیسې اخلی، خو د ناروغانو سمه درملنه نه شی کولای.

دغه ډله له روغتیایی مسوولینو غواړی چې د دغو ډاکترانو کلینیکونه وتړی او د هغوى لپاره مسلکی ډاکټران ومومی.

یوه ښځینه فعاله او د هلمند ولایت اوسېدونکې فاطمه وایی، په هلمند ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو شمېر کم دى او د لرو پرتو ولسوالیو لکه ګرشک، نادعلی او عینک اوسېدونکی له دې ستونزې سره مخ دی.

د هغه په ​​وینا، په لرو پرتو سیمو کې ښځینه ډاکټرانې نشته، ځکه چې د عامې روغتیا وزارت ښځینه متخصصینو ته لازم امتیازات نه ورکوی.

دى وایی، که د ښځینه ډاکټرانو لپاره اسانتیاوې او امتیازات په پام کې ونیول شی، نو هغوى به هم وغواړی چې په لرې پرتو ولسوالیو کې کار وکړی.

د هغه په ​​وینا، که په لرې پرتو سیمو کې د سیاسی او فرهنګی ستونزو له امله د نجونو د زده کړو مخه نه وای نیول شوې، اوس به په هره ولسوالۍ کې ډېر سواد لرونکې مېرمنې او ښځینه ډاکټرانې وې.

دغه مېرمن د عامې روغتیا له وزارت څخه غواړی چې په هلمند ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت ستونزه هواره کړی او په هره ولسوالۍ کې دې لږ تر لږه دوه ښځینه متخصصې وګماری.

په همدې حال کې د طا.لبانو له راتګ سره نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګی پورې د زده کړو اجازه ورکړل شوه.