هیدربار:د طالبانو په بند کې ډیرې ښځې شته چې نومونه یې نه دی یاد شوی
هیدربار:د طالبانو په بند کې ډیرې ښځې شته چې نومونه یې نه دی یاد شوی

د ښځو د حقونو څار سازمان مشرې هیدر بار په یو ټویټ کې چې پرون یې پخپله ایکس پاڼه خپور کړى ویلی چې د څلورو ښځینه فعالانو(ژولیا فارسی،ندا پروانی،منژه صدیقی او پرېسا ازاده) په ګډون ډیرې ښځې د طالبانو په زندانونو کې دی چې نومونه یې نه دی ښودل شوی. هغې په بشری حقونو د […]

د ښځو د حقونو څار سازمان مشرې هیدر بار په یو ټویټ کې چې پرون یې پخپله ایکس پاڼه خپور کړى ویلی چې د څلورو ښځینه فعالانو(ژولیا فارسی،ندا پروانی،منژه صدیقی او پرېسا ازاده) په ګډون ډیرې ښځې د طالبانو په زندانونو کې دی چې نومونه یې نه دی ښودل شوی.

هغې په بشری حقونو د څار سازمان د راپور په خپورلو ویلی دی چې په افغانستان کې د ښځو حقونو فعالان د ۲۰۲۱کال راهیسې د طالبانو لخوا پخپل سر تعقیب،نیولی او شکنجه کړی چې اوسمال ګڼ شمېر ښځینه فعالانې ددوى د ماشومانو په ګډون د کورنۍ غړو سره د طالبانو په بند کې پراته دی.

دهغې په وینا د نیول شویو ښځو کورنۍ ویرولی که غږ پورته کړی ممکن هغوى له بنده ازادې نشی او یا وځورول شی.

هغې ویلی دی چې طالبانو د ښځو ځپلو نوې تګلارې جوړې او عملی کوی ،چې له مخې یې یادې بندیانې په ناوړه شرایطو کې ساتل کېږی،ځینی وختونه شکنجه کېږی اوله خوشې کېدو وروسته ورته ګواښ کوی که خپل فعالیتونو ته دوام ورکړی ددوى شتمنۍ به ضبط کړل شی.

بار ویلی چې ښځینه فعالانې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په وړاندې لوى خنډ دى او په نړیوالو یې غږ کړى چې د ښځو سره ودرېږی او غږ پورته کولو کې چې له خطره ډک دى ملاتړ وکړی.