هیدر بار: د افغان میرمنو له ادرس څخه به هیڅ ښځه په دوحه کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون ونه لری
هیدر بار: د افغان میرمنو له ادرس څخه به هیڅ ښځه په دوحه کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون ونه لری

خبرگزاری زنان افغان: د بشری حقونو د څار د ښځو د څانګې مشره وایی، د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه کې د افغان ښځو د استازو د حضور لپاره د دغه سازمان له پرله پسې غوښتنو سره سره ملګرو ملتونو ورته منفی ځواب ورکړی دی. د بشری حقونو د څار د ادارې د ښځو د […]

خبرگزاری زنان افغان: د بشری حقونو د څار د ښځو د څانګې مشره وایی، د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه کې د افغان ښځو د استازو د حضور لپاره د دغه سازمان له پرله پسې غوښتنو سره سره ملګرو ملتونو ورته منفی ځواب ورکړی دی.

د بشری حقونو د څار د ادارې د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار د چهارشنبې په ورځ د “ثور په ۶مه” په یوه ټویټ کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ښځو د نه ګډون په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه. له دې غونډې څخه د ښځو ایستل به د سازمان له دریځ څخه څه پیغام واستوی، ملګری ملتونه طالبانو، افغان ښځو او نړۍ ته وړاندې کوی.

هغه زیاته کړه: “موږ یوازې د یوې څوکۍ او میز غوښتنه کوو او په دې دوه ورځنۍ غونډه کې مو یوازې یو ساعت غوښتی وو، خو موږ ته ویل شوی چې دا امکان نه لری.”

مېرمن بار دې ته اشاره وکړه چې د ملګرو ملتونو د سږنی کال د “مې له لومړۍ تر ۲مې” نیټې په غونډه کې د بشری حقونو له پرله پسې غوښتنو سره سره هېڅ افغان مېرمن چې د خپل هېواد په راتلونکی کې اساسی رول لوبوی، بلنه نه ده ورکړل شوې. ګډونوال نارینه وو.

تر اوسه څرګنده نه ده چې ولې افغان مېرمنې د ملګرو ملتونو له خوا له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو په اړه په پنځو ورځو کې جوړې شوې غونډې ته نه دی بلل شوی.

د ملګرو ملتونو د عمومی منشی او د یو شمېر هېوادونو د مشرانو په حضور کې د دې غونډې د ترسره کېدو پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې طالبانو د روان کال د “اپریل په څلورمه” په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

خبرگزاری زنان افغان