هیدر بار: د افغان ښځو د ملاتړ لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده
هیدر بار: د افغان ښځو د ملاتړ لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده

خبرگزاری زنان افغانستان: د بشری حقونو د څار د ښځو په چارو کې د بشری حقونو د څارنې د څانګې مرستیاله حیدر برار وایی، له طالبانو حکومت سره د هېوادونو تعامل د دغه حکومت پر چلند اغېز نه‎دی کړی او په خپلو پالیسیو کې هېڅ بدلون نه‎دی راغلی.   مېرمن بار فرانس ۲۴ سره په […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د بشری حقونو د څار د ښځو په چارو کې د بشری حقونو د څارنې د څانګې مرستیاله حیدر برار وایی، له طالبانو حکومت سره د هېوادونو تعامل د دغه حکومت پر چلند اغېز نه‎دی کړی او په خپلو پالیسیو کې هېڅ بدلون نه‎دی راغلی.

 

مېرمن بار فرانس ۲۴ سره په خبرو کې وویل چې اوس د دې وخت دی چې د “د طالبانو حکومت د جرمونو او د هغوی د سزا د څرنګوالی په اړه خبرې وشی.”

 

هغه ټینګار وکړ چې هیوادونه باید د طالبانو حکومت حساب ورکولو ته ژوره پاملرنه وکړی.

 

هغه زیاته کړه چې د بشری حقونو د څار اداره به یو ځل بیا د سپټمبر په میاشت کې د بشری حقونو له شورا څخه وغواړی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د جنایتونو د تعقیب لپاره د بشری حقونو د سرغړونو د شواهدو د راټولولو او ساتلو لپاره یو میکانیزم جوړ کړی.

 

د بشری حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مرستیالې وویل، “موږ د جرمونو نړیوالې محکمې ته هم په لټه کې یو چې د افغانستان په تړاو د ښځو او نجونو پر وړاندې د جرمونو په ګډون اقدام وکړی.” “نو زه فکر کوم چې دا وخت دی چې د دې جرمونو د تعقیب څرنګوالی په اړه خبرې وکړو.”

 

هغه زیاته کړه چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده.

 

مېرمن بار وایی، د افغان مېرمنو له نظره، له طالبانو حکومت سره تعامل هېڅ لاسته راوړنه نه لری، خو برعکس د دې خطر شته، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د یوه واقعیت په توګه ومنل شی او په غیر رسمی ډول وپېژندل شی.

 

نوموړی په افغانستان کې د ښځو د کړکېچن حالت په اړه د نړیوال غبرګون په برخه کې د رهبرۍ پر نشتوالی هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې مخکښو هېوادونو لکه جاپان او په ځانګړې توګه فرانسه چې د ښځو د بهرنی سیاست د پلویانو په توګه په دې برخه کې ډېر کمزوری چلند کوی.

 

په همدې حال کې مېرمن بار په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه دفاع کوی، څه باندې دوه کاله کېږی چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې دی.

 

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت هم په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

 

د طالبانو حکومت دغه کړنه د دې لامل شوې چې میلیونونه ښځینه زده کوونکی له زده کړو بې برخې پاتې شی.

 

خبرگزاری زنان افغانستان