طالبانو په کندهار ولایت کې د غلا په تور د یوې ښځې د نیولو خبر ورکړ
طالبانو په کندهار ولایت کې د غلا په تور د یوې ښځې د نیولو خبر ورکړ

د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د ویاند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې تېره شپه (د سرطان ۲۸ مه) د کندهار ښار له ۱۳مې ناحیې څخه یوه ښځه نیول شوې ده. په خبرپانه کې راغلی دی چې طالب ځواکونو له دغې ښځې څخه یوه اندازه نغدې پیسې او څو سمارټ فونونه هم […]

د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د ویاند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې تېره شپه (د سرطان ۲۸ مه) د کندهار ښار له ۱۳مې ناحیې څخه یوه ښځه نیول شوې ده.

په خبرپانه کې راغلی دی چې طالب ځواکونو له دغې ښځې څخه یوه اندازه نغدې پیسې او څو سمارټ فونونه هم ترلاسه کړی دی.

طالبانو د دغې ښځې په اړه نور جزئیات نه دی ورکړی.

خبرگزاری زنان افغانستان