ّکونړ  کې وروستیو ورښتونو او  سیلابونو درى تنو ته مرګ ژوبله اړولې  او سلګونه جریبه زراعتی ځمکې  وړی دی
ّکونړ  کې وروستیو ورښتونو او  سیلابونو درى تنو ته مرګ ژوبله اړولې  او سلګونه جریبه زراعتی ځمکې  وړی دی

  د کونړ ولایت د پېښو په وړاندې د مبارزی ریاست کې د حوادثو مدیر احسان الله احسان رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې په دې ولایت کې یو تن سیلاب وړى او یو بل تندر ٶهلى چې شدید زخمی دى. هغه همداراز ویلی چې یوه ځوانه انجلۍ له نورستان ولایت سیلاب راوړې ده. […]

 

د کونړ ولایت د پېښو په وړاندې د مبارزی ریاست کې د حوادثو مدیر احسان الله احسان رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې په دې ولایت کې یو تن سیلاب وړى او یو بل تندر ٶهلى چې شدید زخمی دى.
هغه همداراز ویلی چې یوه ځوانه انجلۍ له نورستان ولایت سیلاب راوړې ده.
د احسان زیاتوی چې د سیلابونو په نتیجه کې د دیګل درى سرک او داد مشى پول په بشپړ تخریب شوى او دسینزو په کلی کې د سرک په سر یوه پوسته ویجاړه او یو رینجر سیلاب وړى دى.
د احسان په خبره د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې ۶ کورونه باران زیایمن کړی او په دیګل او چپې درى کې سلګونه زراعتی ځمکې او اوبو سربندونه هم وړی دی.
وروستیواورښتونو او سیلابونونه یوازې په کونړکې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې بلکې په نورستان،لغمان،ننګرهار،بادغیسکپکتیا او زابل ولایتونو کې هم خلکو ته ځانی او مالی زیانونه اړولی.