ټولنیزو رسنیو کې له شپږم پورته د نجونو ښوونځیو بیا پېل کېدو په تړاو کمپاین پېل شوی
ټولنیزو رسنیو کې له شپږم پورته د نجونو ښوونځیو بیا پېل کېدو په تړاو کمپاین پېل شوی

  # دنجونوښوونځی_پرانیزئ‬⁩ # ‏⁧‫مکاتبدخترانرابازکنید‬⁩ د طالبانو یو کال پوره کېدونکی دی، خو د خلکو او نړیوالې ټولنې په بیا بیا غوښتنه یې هم له شپږم پورته د نجونو ښوونځی خلاص نه کړل. د ټولنیزو رسنیو فعال حفیظ الله پوپل لیکی: ” نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړٸ د پنځو کسانو په خوله د […]

 

# دنجونوښوونځی_پرانیزئ‬⁩
# ‏⁧‫مکاتبدخترانرابازکنید‬⁩

د طالبانو یو کال پوره کېدونکی دی، خو د خلکو او نړیوالې ټولنې په بیا بیا غوښتنه یې هم له شپږم پورته د نجونو ښوونځی خلاص نه کړل.

د ټولنیزو رسنیو فعال حفیظ الله پوپل لیکی: ” نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړٸ د پنځو کسانو په خوله د افغانستان له نیم نفوس د زده کړو او پوهی حق مه اخلٸ ”.

د ټولنیزو رسنیو بل فعال فاطمه امیری لیکی: ” پوهنه رڼا ده، که غواړی هېواد له اوسنی تیارو وژغوری، له دې کمپاین سره یو ځای شی”.

د ټولنیزو رسنیو بل فعال لیکی: ” که نجونه ښوونځی ته لاړې نه شی نو ډاکټره، ښوونکې او یوه ښه مور به څنګه جوړه شی؟ او په وینا یې، لکه څرنګه چې نارینه اولاد د زده کړو حق لری، دغسې یې دوی هم لری”.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر د ښوونځیو بیا پېل کېدو په اړه د سترې محکمې ریس په مشرۍ اته کسیزه کمېټه ټاکلې او ترې یې غوښتی چې د شریعت برابر طرحه جوړه کړی.

له شپږم پورته د نجونو ښوونځی پرانیستلو غوښتنه یواځې د خلکو نه ده، بلکې وخت نا وخت د طالبانو لوړ پوړی چارواکی هم په حکومت نقد کوی او ترې غواړی چې بې له ځنډه یې خلاص کړی خو ټول د خپل مشر ملا هیبت الله امر ته په تمه دی.
‏⁧‫
خبرگزاری زنان افغانستان