خبرگزاری زنان افغان: د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار په لومړۍ ناحیه کې د یوې ځوانې نجلۍ مړی موندل شوی، چې په چړو وهل شوې وه. په ترینکوټ کې د طالبانو د پولیسو د لومړۍ حوزې آمر وویل چې ددغې نجلۍ او د هغې د خپلوانو هویت نه […]
خبرگزاری زنان افغان: د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار په لومړۍ ناحیه کې د یوې ځوانې نجلۍ مړی موندل شوی، چې په چړو وهل شوې وه.
په ترینکوټ کې د طالبانو د پولیسو د لومړۍ حوزې آمر وویل چې ددغې نجلۍ او د هغې د خپلوانو هویت نه دى څرګند شوی. د دغې نجلۍ عمر ۱۷ کاله ښودل شوی دی.
دغه طالب چارواکی وویل چې ددغې نجلۍ جسد په موقتی ډول ښخ شوى دى.
نوموړی د وژنې د انګیزې په اړه څه ونه ویل او زیاته یې کړه، چې د عاملینو د پېژندلو لپاره هڅې روانې دی.
د وژنې وخت نه دی څرګند، خو مړی یې پرون “پنجشنبه، ۱۴ ثور” موندل شوی دی. خو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو په راتګ سره سم د ښځو پراسرار وژنې خپل اوج ته رسېدلې دی.
خبرگزاری زنان افغان