په ارزګان کې یوه سړی خپل ورور په چړو وواژه
په ارزګان کې یوه سړی خپل ورور په چړو وواژه

د ارزګان ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی، د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې یوه سړی خپل ورور په چړو وواژه. یوې سرچینې وویل، چې دا وژنه د جمعې په ورځ (د سرطان په ۱۰مه) هغه مهال رامنځته شوه، چې یو تن غوښتل د خپل پلار له پیسو څلور سوه زره پاکستانۍ کلدارې وتښتوی؛ خو […]

د ارزګان ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی، د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې یوه سړی خپل ورور په چړو وواژه.

یوې سرچینې وویل، چې دا وژنه د جمعې په ورځ (د سرطان په ۱۰مه) هغه مهال رامنځته شوه، چې یو تن غوښتل د خپل پلار له پیسو څلور سوه زره پاکستانۍ کلدارې وتښتوی؛ خو د هغه کوچنی ورور د دې مخالف و.

د سرچینې په وینا، دغه کس بالاخره خپل کوچنى ورور په لرګی ووهلو او بیا یې له پیسو سره وتښتېد.

سرچینې زیاته کړه، چې د دې کورنۍ نور غړی په یوه محفل کې وو.

په ورته وخت کې سرچینه وایی، چې قاتل له پیسو سره د طالبانو له خوا نیول شوى او پلټنې ترې روانې دی.

تر اوسه د اروزګان ځایی وسله والو طالبانو د یادې قضیې په اړه څه نه دی ویلی.