د اروزګان ولایت له مرکز ترینکوټ ښار څخه سرچینې وایی چې طالب ځواکونه په دغه ښار کې د هغو کسانو په لټه کې دی چې ږیرې یې کوچنې کړی دی. د یادو سرچینو په وینا، د اختر د دویمې ورځې له سهار راهیسې د وسله والو طالبانو استخبارات د ترینکوټ ښار په څلور لارې کې […]

د اروزګان ولایت له مرکز ترینکوټ ښار څخه سرچینې وایی چې طالب ځواکونه په دغه ښار کې د هغو کسانو په لټه کې دی چې ږیرې یې کوچنې کړی دی.

د یادو سرچینو په وینا، د اختر د دویمې ورځې له سهار راهیسې د وسله والو طالبانو استخبارات د ترینکوټ ښار په څلور لارې کې ولاړ دی او هغه کسان نیولی، چې ږیرې کوچنې کړی او یا له ځایی جامو پرته نورې جامې اغوندی.

یوه سرچینه چې نه غواړی نوم یې واخیستل شی، وویل چې طالبانو خپل دوه ملګری نن د ترینکوټ له څلورلارې څخه له دې امله نیولی چې ږیرې یې کوچنې کړې وې.

هغه زیاتوی چې طالبانو دغو دوو کسانو ته د ږیرې د کوچنې کولو او د سرونو د کوچنې کولو په تور سزا ورکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د اختر له رارسېدو څو ورځې وړاندې طالبانو په دغه ښار کې سلمانیانو ته خبرداری ورکړی و، چې په غیرعادی ډول د ږیرې له کوچنې کولو ډډه وکړی، که نه نو سزا به ورکړل شی.