په افغانستان کی دوهم ځل امارت؛ له ښځو څه غواړی او ښځی څه غواړی!؟
په افغانستان کی دوهم ځل امارت؛ له ښځو څه غواړی او ښځی څه غواړی!؟

خبرگزاری زنان افغانستان: څه زیات دوو کال وړاندی همدا شپې ورځی وې، چی افغان مېرمنو ته د خپل راتلوونکی په اړه ډول ډول اندېښنې را ولاړی سوې، هغه شپې ورځی درته یادوم، چی طالبانو په ټول افغانستان کی جګړې ته زور ورکړی وو او د ټول وطن د واک اخیستلو په هڅه کی وه. همداسی […]

خبرگزاری زنان افغانستان: څه زیات دوو کال وړاندی همدا شپې ورځی وې، چی افغان مېرمنو ته د خپل راتلوونکی په اړه ډول ډول اندېښنې را ولاړی سوې، هغه شپې ورځی درته یادوم، چی طالبانو په ټول افغانستان کی جګړې ته زور ورکړی وو او د ټول وطن د واک اخیستلو په هڅه کی وه.

همداسی وسوه، د همداې میاشتی یعنی د اګښت ۱۵مه نېټه طالبان پر ټول افغانستان واکمن سول او د جمهوریت کمبله ټوله سوه؛ خبره همدلته نه ده خلاصه سوې، د وطن هر وګړی بېره درلودل، چی نور به څه کیږی، خو مېرمنی تر ټولو زیاتی په بېره کی وې.

طالبانو واک ته دوام ورکړ، یو کال ئې د واکمنۍ څخه تیریږی، خو د مېرمنو مخکنۍ بېره او اندېښنه پر ځای پاته ده. په دولتی ادارو کی د ښځو پر وظیفو بندیز ولګېد، خو ښځینه مامورینو ته پر کور معاش ورکول کیږی، پر ټلویزیون باندی د ښځینه ویاندویانو له پاره هم قوانین وټاکل سول، که ښځینه ویانده خبرونه وایی، نو حجاب به کوی.

په ښارونو کی لوحې او بېنرونه ولګېدل، چی که ښځه حجاب مراعت نه کړی، نو دا په دې مانا، چی د حیواناتو سره ځان ورته ګڼی. د بې حجابه مېرمنو د کورنیو نارینو ته هم ګوت څنډه وسوه، که ئې مېرمنی حجاب مراعت نه کړی، نو سزا به ئې دوی ته ورکول کیږی.

ځینو مېرمنو د روان حالت سره مبارزه هم وکړه، خو ګټه ئې ونه کړل، په کابل او ځینو ولایتونو کی مېرمنو د خپلو حقوق له پاره مظارهرې وکړې، خو بې ګټی، ځینی مېرمنی ونیول سوې او ځینی بیا وبېرول سوې.

اوسنی افغانستان مېرمنی د خپل ځان په ګټه نه بولی،ځان په یوه قفس کی د بندی مرغه په څېراحساسوی، خو تر کله؟ دا هغه پوښتنه ده، چی د هری مېرمنی او نجلۍ په ذهن کی ګرځی.

تر ټولو زورونکې او بده خو لا دا ده، چی د افغان نجونو څخه د زده کړو حق واخیستل سو، هو! اوس مهال افغان نجونی تعلیم نه سی کولای، یو کال وخت تېر سو، چی تر شپږم ټولګی پورته نجونی په دې تمه ناستی دی، چی د طالبانو حکومت به ئې ښوونځیو ته د پرېښولو امر صادر کی، خو تر اوسه په دې اړه هیڅ هم نسته.

د نجونو اوښکو، زاریو، بې وسیو او هیڅ اغېز ونه کړ، ملا امامانو هم د ښځینه ښوونځیو د پرانیستلو عذر وکړ، خو تر اوسه د هیچا دا هم نه ده منل سوې.

 

د ښځینه ښوونځیو د بندېدو کیسه ډېره وشاربل سوه، د رسنیو ګردی میزونه او د بانډارونو موضوع اوس یوازی پر دې راڅرخی، چی څه وخت به مو خوندی او لوڼی بیرته د ښوونځی پر لور ولاړی سی، خو په دې معما تر اوسه هیڅوک هم نه دی خبر.

یوه ورځد ګردی مېز مېلمنو د لغاز په ډول وویل، چی د وطن ټول فرمانونه یوازی ښځو ته ځانګړی سوی دی، ( ا ښځی دی دسی ځی، ا ښځی دی دسی ځی) دا خبره اوس د لغاز څخه په ټوکه بدله سوې ده، په کلیو او کوڅو کی کوچنیان هم یو بل ته وایی، چی ( ا ښځی دی دسی ځی، ا ښځی دی دسی ځی).

 

موږ په وطن کی د افغان مېرمنو له پاره د هغو روښان او ځلانده ورځو له پاره انتظار باسو، چی د مېرمنو ژوند، اقتصاد، تعلیم او د ژوند سطحه د نوری مسلمانی نړۍ د مېرمنو په څېر سی، خو دا چی د خوبونه به مو پوره کیږی او که به ئې ګور ته وړو، وخت به ئې معلومه کړی.

 

خبرگزاری زنان افغانستان