په افغانستان کې جنسیتی توپیر،لا هم ښځې برابرو فرصتونو ته لاسرسى نه لری
په افغانستان کې جنسیتی توپیر،لا هم ښځې برابرو فرصتونو ته لاسرسى نه لری

د افغان ښځو خبری آژانس:له دوو کالو راهیسې افغانې ښځې د جنسیت تبعیض سره مخ دی چې د طالبانو رژیم د ډېرو محدودیتونو د وضع کولو له امله د برابرو فرصتونو ترلاسه کولو څخه محرومه شوی. ښځینه فعالانې وایی د طالبانو لخوا د بندیزونه له امله ښځې نشی کولى چې د نارینه و په څېر […]

د افغان ښځو خبری آژانس:له دوو کالو راهیسې افغانې ښځې د جنسیت تبعیض سره مخ دی چې د طالبانو رژیم د ډېرو محدودیتونو د وضع کولو له امله د برابرو فرصتونو ترلاسه کولو څخه محرومه شوی.

ښځینه فعالانې وایی د طالبانو لخوا د بندیزونه له امله ښځې نشی کولى چې د نارینه و په څېر د کار،زده کړواو نور خدماتو ته لاسرسى ولری ددوى په وینا دطالبانو دا عمل د ښځو په وړاندې تبعیض او د تاوتریخوالى ډک عمل دى چې ښځې برابرو فرصتونو ته د لاسرسی څخه محرومې کړی.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوتیریش د یاد سازمان په ۷۸مه غونډې کې دجنډر برابروالی په اړه خبرې وکړې هغه وویل”لا هم ښځې د قانون له مخې د مساوی فرصتونو او معاشونو په تمه دی،ددې لپاره چې ددوى کار ارزښت ولری او نظرونه ته یې احترام وشی”

د هغه په وینا جنسیتی برابری ستونزه نه،بلکې “حل” دى او د یوې بهتره راتلونکی لپاره بنسټیز تضمین دى.

هغه د نړۍ په مشرانو غږ وکړ چې د میرمنو رهبرۍ ته د تصمیم نیونې په هسته کې ځای ورکړی.

هغه یادې څرګندونې د ملګرو ملتونو ۸۷مه عمومی غونډې کې چې د ښځو په اړه جوړه شوې وه وویل چې د سپورټ له ډکره تر ښوونځیو پورې د ښځو ملاتړ کوی.

هغه وویل”د سپورټ له ډګرونو نیولې تر ښوونځیو او عامه ځایونو پورې، نجونې او میرمنې د نارینه وو حاکمیت ننګوی او دوی یې ګټی. زه له دوی سره ولاړ یم.»

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفی هم پخپله ایکس پاڼه(پخوانى ټویټر) لیکلی و چې د ملګرو ملتونو دې غونډې کې ګډونوالو ومنله چې افغانستان کې د ښځو په وړاندې جنسیتی روان دى.

د جنسیتی تبعیض کلمه وروسته له هغه د افغان ښځینه فعالانو لخوا وکارول شوه چې طالبان په افغانستان واک ترلاسه او د پرښځو یې ګڼ شمېره محدودیتونه ولګول.

د ملګرو ملتونو سازمان په لومړی ځل ” جنسیتی تبعیض” په اړه ددې سازمان د عمومی غونډې په څنډه کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت په اړه غونډه وکړه د ښځو په وړاندې توپیری چلند یې د ښځو په وړاندې جنسیتی تبعیض وباله.