په افغانستان کې دنجونو په زده کړو بندیز څخه وروسته زیات شمېر نجونو آنلاین زده کړو ته مخه کړې ده
په افغانستان کې دنجونو په زده کړو بندیز څخه وروسته زیات شمېر نجونو آنلاین زده کړو ته مخه کړې ده

په افغانستان کې د طالبانو دوهم ځل واکمنۍ راهیسې چې دوه کاله یې پوره کېږی د نورو بندیزونو ترڅنګ یې دنجونو په زده کړو بندیز ولګاوه،چې له دې بندیزونو راهیسې ګڼ شمېر نجونو آنلاین زده کړو ته مخه کړې. حلیمه چې له اوو میاشتو راهیسې د کوډینګ او رهبریت زده کړې په آنلاین بڼه تعقیبوی […]

په افغانستان کې د طالبانو دوهم ځل واکمنۍ راهیسې چې دوه کاله یې پوره کېږی د نورو بندیزونو ترڅنګ یې دنجونو په زده کړو بندیز ولګاوه،چې له دې بندیزونو راهیسې ګڼ شمېر نجونو آنلاین زده کړو ته مخه کړې.
حلیمه چې له اوو میاشتو راهیسې د کوډینګ او رهبریت زده کړې په آنلاین بڼه تعقیبوی وایی د نجونو د تعلیم او پرمختګ د هیلې پورا کېدو یوازنۍ لار آنلاین زده کړی دی.
هغه وایی”
اوس وخت کې افغانو نجونو ته د پرمختګ او د تعلیم د هیلې د پوره کېدا یوازینۍ لار انلاین زده کړې دی تر هغه چې د وطن کې د دوی د زده کړو برخلیک روښانه کېږی دوی کولای شی له دغه لارې ځینې اړین مهارتونه زده کړی،د ټکنالوژۍ او د نوی عصر له یو شمېر زده کړییزو میتودونو سره هم اشنا شی همدا راز کولی شی له دغه لارې خپله روحیه او انګېزه وساتی”
مژده باران چې د حقوقو پوهنځی د قضاء او څارنوالۍ د دریم کال کې پرې د پوهنتون دروازه بنده شوه له شپږو میاشتو راهیسې یې آنلاین زده کړو ته مخه کړې.

هغې د افغان ښځو خبری آژانس ته وویل(کله چې مې پوهنتون وتړل شو ما په فیسبوک کې یو اعلان ولید چې د نجونو لپاره پکې په آنلاین بڼه د محصلینو لپاره د درس زمینه برابره کړې،ما ثبت نام ورته وکړ او دا څو ورځې مخکې موفاینل( ورستی) امتحان وو چې په کورکې کیناستلو او وخت ضایعه کولو څخه دا غوره چې آنلاین زده کړې تعقب کړو.او آنلاین کورسونه د نجونو لپاره یو غوره فرصت ګڼی وایی”که د نجونو په وړاندې د زده کړو سل دروازې وتړل شی یو دروازه چې آنلاین زده کړې دی پرانستې پاتې چې نجونو ته یو ډول ډاډ او اطمینان ورکوی او د ناهیلیو مخه یې نیسی ”

د هغې په وینا که څه هم آنلابن زده کړې د حضوری زده کړو تشته نشی ډکولی خولږترلږه د وخت د ضایع کېدو مخه نیسی او د نجونود خفګان مخنوی کولی شی.

هغه زیاتوی”کله چې د پوهنتونو دروازې وتړل شوی په ډیپریشن(خفګان) اخته شوې وم او خپله روحیه مې بایللې وه هو کله چې انلاین زده کړې پیل کړې ښه احساس لرم،د کورس مسولو اشخاص په داسې یوې طرحې کار کوی چې ممکن همدا کورس په پوهنتون بدل شی،که دا کار نتجه ورکړی ممکن زه فارغه شم او د لسانس کېدو آرمان به مې پوره شی”

سمینه اخندزاده چې د حقوقو د پوهنځی آنلاین درسونه تعقیبوی وایی آنلاین زده کړې یو ښه فرصت دی چې زده کوونو کولای شی له لرې فاصلې په وړیا توګه لاسرسی ولری.

هغه وایی(زیاتره خلک انټرنیټ د خپل وخت تېرولو لپاره کاروی له دې غوره ده چې په اوسنیو وختونو کې یې د زده کړې د وسیلې په توګه کار واخلی،له بله پلوه په داسې حال کې چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوی او په کور ناستې دی نو غوره ده چې په داسې حال کې نجونې آنلاین زده کړې وکړی.که دوی په اوس وختونوکې د خپلې رشتې درسونه په آنلاین ډول تعقیب کړی نودیر څه به زده کړی او کله چې پوهنتونونه پیل شول نو ددوی لپاره نور درسونه آسانه وی،او د وخت د ضایع کېدو مخه نیسی.

نوموړې د آنلاین زده کړو په وړاندې ستونزې چې اوس وخت کې ورسره افغانې نجونې مخ دی د انټرنیټ د بیې زیاتوالی،د کافی برېښنا نشتون او کمزورى اڼترنیټ یادوی.

نګینه چې د طبی زده کړو آنلاین کورس تعقیبوی بیا کلتوری محدودیتونه د آنلاین زده کړو په وړاندې لوی خنډ بولی وایی(په افغانی ټولنه کې نجونو ته د موبایل اوبیا انټرنیت کارولو ته اجازه نه ورکول کېږی خو ددې باوجود ځینی کورنی شته چې د آنلاین زده کړو زمینه یې خپلو لورګانو او خویندو ته برابره کړی خو بیا هم د ددوی په وړاندې د کافی برق نشتون،د انټرنیټ د بیوزیاتوالی،ضعف انټرنیټ ستونزې موجودی دی چې نجونې ورسره مخ دی)

هغه له چارواکو غواړی چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو پوهنتونونو دروازې پرانستل شی.

نجونو په داسې حال کې آنلاین درسونو ته مخه کړې چې دوه کالو راهیسې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړل شوی او شااو خوا اتو میاشتو کېږی چې د نجونو پوهنتونونه تړل شوی چې زیات شمېر نجونې د خپلو زده کړو ترسره کولو لپاره په مختلفو برخو کې آنلاین کورسونه تعقیبوی.