په افغانستان کې د روغتیایی سیستم د بشپړې سقوط او د ملګرو ملتونو او سره صلیب په مرستو کې د پام وړ کمښت خطر
په افغانستان کې د روغتیایی سیستم د بشپړې سقوط او د ملګرو ملتونو او سره صلیب په مرستو کې د پام وړ کمښت خطر

خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د درېیم کال له پیل سره سم په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت راغی، چې د دغه هېواد له ۸۰٪ بودیجې څخه ډېره برخه جوړوی. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو همغږی کوونکی ډانیل اندریس یوه […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د درېیم کال له پیل سره سم په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت راغی، چې د دغه هېواد له ۸۰٪ بودیجې څخه ډېره برخه جوړوی.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو همغږی کوونکی ډانیل اندریس یوه بیانیه خپره کړې چې ویلی یې دی، افغانستان ته د بشری مرستو په رسولو کې پراخې مداخلې د دې لامل شوې چې دغه سازمان د «خطرناکه توګه د ژوند ژغورنې پروګرامونه» ودروی.

د ډانیل اندریس په بیان کې چې د (اګسټ ۱۹) د بشرپالنې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې؛ ویل شوی؛ په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر چې بشری مرستې یې کارولې له ۱۳ میلیونو څخه په مارچ میاشت کې ۹ میلیونو او په مې میاشت کې ۵ میلیونو ته راټیټه شوې ده.

نوموړی د دغو مرستو د کمښت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل:

د دې پروسې له امله ډیری نور فعالیتونه هم اغیزمن شوی، او که اضافی مالی مرستې ترلاسه نه شی، د دې مرستې ډیری پروګرامونه به په ناڅاپی توګه وځنډول شی.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلی چې د بشری مرستو د ځنډېدو له امله تر ۲۶۰ ډېر روغتیایی مرکزونه تړل شوی چې شاوخوا دوه میلیونه وګړی یې تر پوښښ لاندې راولی.

په دغه اعلامیه کې د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۹،۲ میلیونه وګړی بشری مرستو ته اړتیا لری، خو د دغو مرستو د لېږلو په کمېدو سره د دغو کورنیو لپاره بده راتلونکې انتظار کوی.

د ډانیل اندریس په وینا، په افغانستان کې بشری مرستو ته د اړتیا وړ کسانو شمېر د پنځو کلونو مخکې په پرتله ۴۸ سلنه زیات شوی او د دغه پروګرام د ۱.۳ میلیارد ډالرو ټولې بودیجې یوازې ۲۵ سلنه په ۲۰۲۳ کال کې تمویل شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې ډانیل اندریس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو او په ځانګړې توګه د ښځو ستاینه وکړه او ویې ویل: د ملګرو ملتونو کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځینه کارکوونکو په ۲۰۲۲ کال کې د هېواد په ۴۰۱ ولسوالیو کې له ۲۶ میلیونو وګړو سره بشری مرستې کړې دی. دا کارمندان به سږکال خپلو هڅو ته دوام ورکړی او د ۱۲ ملیون ښځو او انجونو په ګډون به له ۲۳.۶ ملیون څخه زیاتو خلکو ته لږترلږه یو ډول مرستې چمتو کړی.

په همدې حال کې د سره صلیب کمیټه چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د افغانستان په دولتی روغتونونو کې د روغتیایی څانګو او روغتیایی کارکوونکو د تمویل چارې پر غاړه اخیستې، ویلی چې نور د روغتیایی بنسټونو د ملاتړ توان نه لری.