په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو ټینګار؛ نجونې او ښځې لا زیاتو زده کړو ته اړتیا لری
په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو ټینګار؛ نجونې او ښځې لا زیاتو زده کړو ته اړتیا لری

خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې د امریکا سفارت وایی، افغان مېرمنې اوس تر بل هر وخت زیاتې زده کړې ته اړتیا لری. دغه سفارت چې له قطر څخه فعالیت کوی، د “دوشنبې په ورځ” ناوخته په خپل پیغام کې د ایکس ټولنیزې شبکې چې پخوا د ټویټر په نامه یادیږی، دغه بیان خپور کړ. […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې د امریکا سفارت وایی، افغان مېرمنې اوس تر بل هر وخت زیاتې زده کړې ته اړتیا لری.

دغه سفارت چې له قطر څخه فعالیت کوی، د “دوشنبې په ورځ” ناوخته په خپل پیغام کې د ایکس ټولنیزې شبکې چې پخوا د ټویټر په نامه یادیږی، دغه بیان خپور کړ.

امریکایی چارواکی وایی چې له ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو ملاتړ ته دوام ورکوی.

اعلامیه زیاتوی چې دا مهال شاوخوا ۶۰۰ افغان محصلین د امریکا په مرسته د سیمې په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دی.

دغه اعلان په بشکیک کې له یوه پوهنتون څخه د یو شمېر افغان نجونو د فراغت په مراسمو کې وشو چې د امریکا د سفارت یو شمېر چارواکو هم په کې ګډون کړی و.

طالبانو واک ته له راتګ وروسته د نجونو منځنی او عالی ښوونځی بند کړل او وروسته یې د پوهنتونونو دروازې د ښځو او نجونو پر مخ وتړلې.

په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته طالبانو د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لیسو دروازې وتړلې او ښځو او نجونو ته اجازه نه ورکوی چې پوهنتونونو ته ولاړ شی.

دوه کاله له ښوونځی او زده کړې لرې پاتې کېدل زموږ او د ټولو افغان نجونو لپاره په حقیقت کې سخت کار دی، زموږ ذهن، فکر او خوبونه په بشپړه توګه له منځه تللی او په هر چا یې یوه سخته صدمه رسولې ده، دا واقعاً بدبختانه ده چې نیم افغانان له زده کړو بې برخې دی، درس یې نه دی زده او افغانستان په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

که څه هم د امریکا په ګډون لوېدیځ هېوادونه او د سیمې ځینې هېوادونه پر نجونو او ښځو فشار راوړی چې ښوونځی او پوهنتونونه پرانیزی، خو په دې برخه کې د طالبانو د نرمښت کومه نښه نه لیدل کېږی.

وروستۍ قضیه دوبۍ ته د ښځینه محصلینو د تګ د مخنیوی ده، کله چې لسګونه نجونې د کابل له هوایی ډګر څخه متحده عربی اماراتو ته د تګ اجازه ورنکړل شوه.