په افغانستان کې د ښوونې او روزنې ناوړه وضعیت
په افغانستان کې د ښوونې او روزنې ناوړه وضعیت

خبرگزاری زنان افغانستان: د ښوونې او روزنې نړیوال سازمان اعلان کړی، چې افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې دی، چې تعلیمی وضعیت یې تر ټولو بد دی. دغه سازمان نن “شنبه، د سنبلې ۲۵مه” یو راپور خپور کړ او اعلان یې وکړ چې د جنسیتی نابرابرۍ، زده کړو ته د نجونو محدود لاسرسی، پر […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د ښوونې او روزنې نړیوال سازمان اعلان کړی، چې افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې دی، چې تعلیمی وضعیت یې تر ټولو بد دی.

دغه سازمان نن “شنبه، د سنبلې ۲۵مه” یو راپور خپور کړ او اعلان یې وکړ چې د جنسیتی نابرابرۍ، زده کړو ته د نجونو محدود لاسرسی، پر ښوونځیو بریدونه، د زده کړو ګډوډی، د بې سوادۍ لوړه کچه او یو شمېر نورو سختو ننګونو د افغانستان تعلیمی وضعیت له کړکېچ سره مخ کړی دی.

په جګړه او ناامنۍ کې د پوهنې د ساتنې د سازمان (پی‌ایی‌آی‌سی) د پروګرام اجرایوی مشرې ملیحه ملک ویلی، چې دا ننګونې د “دولت او غیر دولتی” فعالینو د مداخلې له امله زیاتې شوی او د افغانستان زیربنا ته یې د پام وړ ضربه رسولې ده.

د هغه په ​​وینا، افغانستان په دوامداره توګه د هغو هېوادونو په ډله کې دى، چې د پوهنې په برخه کې له پرله پسې ناکامیو سره مخ دی.

هغه ویلی دی: په افغانستان کې پر ښوونې او روزنې برید له ټولو خواوو څخه شوی دی، د دولت او غیر دولتی لوبغاړو له خوا. دې کار په دوامداره توګه د پوهنې بهیر زیانمن کړی دی. په افغانستان کې پر زده کړو نوی بندیزونه لا هم ننګونکی دی.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د خپلې واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر د پوهنتونونو، منځنیو او عالی لېسو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دی.

د دې ډلې د چارواکو له پرله پسې ژمنو سره سره چې د پوهنتونونو او ښوونځیو د بیا پرانستلو غوښتنه کوی، له دوو کلونو راهیسې نجونې له زده کړو بې برخې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو عالی کمېشنر ولکر ترک د بشری حقونو د شورا په وروستۍ غونډه کې ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې بشری حقونه له سقوط سره مخ دی.

هغه د طالبانو د ډلې له خوا لګول شویو محدودیتونو ته په اشارې سره زیاته کړه چې اوسمهال افغانستان په نړۍ کې یواځینى هېواد دى چې نجونې تر شپږم ټولګی پورې د زده کړو اجازه نه لری.

 

خبرگزاری زنان افغانستان