خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهی صندوق د سلګونو ګرځنده کاری ډلو فعالیت له یوې اونۍ راهیسې د “د دغه سازمان د چارواکو او د طالبانو د چارواکو ترمنځ د اختلاف” له امله بند شوی دی. د یونیسف ګرځنده کاری ګروپونو د “موبایل روغتیا او تغذیې ټیم” دوی […]
خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهی صندوق د سلګونو ګرځنده کاری ډلو فعالیت له یوې اونۍ راهیسې د “د دغه سازمان د چارواکو او د طالبانو د چارواکو ترمنځ د اختلاف” له امله بند شوی دی.
د یونیسف ګرځنده کاری ګروپونو د “موبایل روغتیا او تغذیې ټیم” دوی د خوارځواکۍ ماشومانو پالنه کوله. دا کاری ډلې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ کار کوی.
سرچینې رسنیو ته ویلی، چې د یونیسف د ګرځنده کاری ګروپونو ځنډول د زرګونو روغتیایی کارکوونکو د بې روزګارۍ لامل شوی او ماشومان د بېلابېلو ناروغیو له ګواښ سره مخ دی، چې له خدمتونو یې بې برخې شوی دی.
دغه راز ویل شوی، چې د ګرځنده کاری ګروپونو زیاتره کارکوونکې ښځې دی، ځکه د دغو ډلو مسوولیت د خوارځواکی ماشومانو پالنه ده.
په راپور کې راغلی چې دا کاری ډلې په هغو سیمو کې کار کوی چې دولتی بنسټونه لکه د عامې روغتیا وزارت خدمات نه وړاندې کوی او یا هم د سړکونو د واټن له امله خلک دغو بنسټونو ته لاسرسی نه لری.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق په څو راپورونو کې د ماشومانو د پالنې او هغوی ته د اړتیا وړ درملو او موادو د برابرولو په برخه کې د دغو کاری ډلو فعالیتونه اغېزمن بللی دی.
د یونیسف د راپور له مخې، په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له نیمایی ډېر په خوارځواکۍ اخته دی او په کورنیو کې د بې وزلۍ دوام او پراخوالی زیات ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې تر اوسه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهی صندوق د ګرځنده کاری ګروپونو د ځنډېدو اصلی لامل نه دى په ډاګه شوى. خو دویم لامل یې د یونیسف او عامې روغتیا وزارت ترمنځ توپیر دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ژغورنې صندوق ګرځنده کاری ډلې څو کاله وړاندې د جمهوری ریاست د واکمنۍ پر مهال رامنځته شوې او د دوی د جوړېدو موخه په لرو پرتو سیمو په ځانګړې توګه په کلیو کې د ماشومانو او میندو ښه پالنه ده.
په همدې حال کې د طالبانو حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده د اپریل په میاشت کې یو فرمان صادر کړ چې د ملګرو ملتونو په ګډون په ټولو دولتی او غیر دولتی ادارو کې افغان ښځې له کار کولو منع کوی. خو د ملګرو ملتونو د چارواکو له پرله پسې غوښتنو وروسته چې دغه فرمان لغوه شی، د طالبانو حکومت مشرانو ښځو ته اجازه ورکړه چې په شرایطو کې په روغتیایی برخه کې کار ته دوام ورکړی.
خبرگزاری زنان افغانستان