په بدخشان کې یو ډاکتر له وهلو ټکولو وروسته مړ شو 
په بدخشان کې یو ډاکتر له وهلو ټکولو وروسته مړ شو 
 په بدخشان کې ولسي سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو له لوري د یوه ډاکټر د وژل کېدو خبر ورکوي. 

په بدخشان کې ولسی سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو له لوری د یوه ډاکټر د وژل کېدو خبر ورکوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه ډاکټر سردار نومېده او د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ اوسېدونکى و. هغه څه موده مخکې د طالبانو د ډلې له خوا د دغې ډلې له افکارو سره د مخالفت له امله شکنجه او وهل شوی و.

سرچینه زیاتوی، چې ډاکټر سردار د غبرګولی د میاشتې په ۶مه نېټه په خپل کور کې ومړ. هغه په خپلو روغتیایی فعالیتونو بوخت و او له کومې ډلې سره یې اړیکې نه درلودې.

د بدخشان ځایی چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په هلمند ولایت کې د منیر احمد او عبدالمنیب په نومونو دوه تنه د طالبانو تر شکنجو لاندې ووژل شول.

په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته دغې ډلې تل د نامعلومو دلایلو له مخې په هېواد کې د تېر حکومت ملکی وګړی، عسکر او کارکوونکی شکنجه او بندیان کړی دی او د خپلو کړنو په اړه یې هېڅ شخص او بنسټ ته ځواب نه دی ویلی.

 

د افغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
  • منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان