په بشری حقونودڅارسازمان له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو په وړاندې ناوړه چلند پاى ته ورسوی
په بشری حقونودڅارسازمان له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو په وړاندې ناوړه چلند پاى ته ورسوی

خبرگزاری زنان افغانستان: په بشری حقونو څار سازمان په یوې اعلامیه چې پرون یې پخپله ویبپاڼه خپره کړې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې هلته میشت افغان کډولو په وړاندې ناوړه چلند پاى ته ورسوی. نوموړی سازمان ویلی افغان کډوال په پاکستان کې له ناوړه چلند سره مخ دی او هلته میشت افغانانو باندې دپاکستانی […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په بشری حقونو څار سازمان په یوې اعلامیه چې پرون یې پخپله ویبپاڼه خپره کړې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې هلته میشت افغان کډولو په وړاندې ناوړه چلند پاى ته ورسوی.

نوموړی سازمان ویلی افغان کډوال په پاکستان کې له ناوړه چلند سره مخ دی او هلته میشت افغانانو باندې دپاکستانی چارواکو ظلمونه دوى ددغه هیواد پرېښودو ته مجبور کړی دی.

یاد سازمان ویلی چې پاکستانی پولیسو او نور چارواکو د افغانانو ډلییز توقیفونه ترسره کړې،ددوى شتمنۍ یې ضبط کړی،شپنی عملیات یې ترسره کړی،ډېر افغانان یې وهلی،بندیان کړی اود دروان کال ډسمبر میاشتې راهیسې یې درې سوه ۷۵زره افغانان په زور افغانستان ته شړلی.

د اعلامیې په ټکو پاکستانی حکومت د خطر سره مخ افغانان(مدنی فعالان،خبریالان،دښځو او نجونو دحقونو مدافعین او پخوانی حکومت دولتی کارکـوونکی) چې په افغانستان کې د ځورنې له تعقیب سره مخ دی ایستلی دی او ځینی افغانې نجونې یې جنسی ځورولی اویایې ورته د جنسی تیرې ګواښونه کړی دی.

یاد سازمان خبردارى ورکړى چې د پاکستان حکومت له لورې د افغانانو په وړاندې ظالمانه چلند دوى دې ته اړباسی یاد هیواد پرېږدې چې د اخراج سلسله د بشری ناورین رامنځته کوی.

یاد سازمان اسیا برخې مشرې ایلین پییرسن په امریکا،جرمنی،بریتانیا او کاناډا هیوادونو غږ کړى چې د خطر سره مخ افغانانو د بیا میشتېدنې بهیر ګړندى کړی.

هغې ویلی”هغه حکومتونه چې د خطر سره مخامخ افغانانو د بیا میشتیدنې ژمنه یې کړې باید دا پروسې ګړندۍ کړی، په پاکستان دې فشار راوړی چې د خپلو بشری حقونو په اړه خپلومسؤلیتونو ته غاړه کیږدی.”

هغې له پاکستانی چارواکو غوښتنه کړې چې هلته میشت افغانانو سره ناوړه چلند پاى ته ورسوی او دوى ته د خوندی اوسېدنې فرصت ورکړی.

نوموړی سازمان د افغانانو په وړاندې ناوړه چلند،اخراج او شکنجه د ملګرو ملتونوکنوانسیون،نړیوال قوانینو او اصولو څخه سرغړونه بللې او دپاکستان له حکومته یې غوښتنه کړې څو د افغانانو په وړاندې له ناوړه چلنده لاس واخلی.