خبرگزاری زنان افغانستان: پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنې دورې په درشل کې د دغه هېواد یو شمېر اتباعو په برلین، جرمنی او کاناډا کې مظاهرې پیل کړې دی. دغو مظاهره چیانو د طالبانو د ډلې پرضد شعارونه ورکول او ویې ویل چې له دغې ډلې سره تعامل د بشری حقوقو […]
خبرگزاری زنان افغانستان: پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنې دورې په درشل کې د دغه هېواد یو شمېر اتباعو په برلین، جرمنی او کاناډا کې مظاهرې پیل کړې دی.
دغو مظاهره چیانو د طالبانو د ډلې پرضد شعارونه ورکول او ویې ویل چې له دغې ډلې سره تعامل د بشری حقوقو خلاف ورزۍ ده او نړیواله ټولنه باید له طالب ډلې سره د تعامل پر ځای د دغې ډلې په ځپلو کښې مرسته وکړی .
اعتراض کوونکو ویلی چې طالبان باید د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت ونه پېژندل شی.
دغو لاریون کوونکو د جرمنی په برلین ښار کې د “تعلیم، کار او ازادۍ” او “د ښځو حقونه بشری حقونه” شعارونه هم ورکړل او ویې ویل چې نړۍ باید په افغانستان کې د جنسیت توپیر ونه پیژنی.
لاریون کوونکو د طالبانو د واکمنۍ دوام د افغانستان، نړۍ او سیمې امنیت ته ګواښ وباله او ویې ویل چې په دې برخه کې هر ډول بې غوری به له سختې سزا سره مخ شی.
د طالبانو ډلې د اګست په ۲۴/ د ۱۴۰۰۲ کال د اسد په میاشت کې چې د اګست له ۱۵ نیټې سره سمون خوری، کابل ونیول او سبا سه شنبه د اګست ۲۴/ د ۱۴۰۲ کال د اسد د میاشتې په پنځلسمه نیټه به د دغې ډلې تسلط دوه کاله وی.
تر دې دمه دا ډله د کوم هیواد له خوا په رسمیت نه ده پیژندل شوې.
دې ډلې د هېواد له واک ته رسېدو وروسته د هېوادوالو په تېره بیا د افغان مېرمنو او نجونو پر ټولنیز ژوند ډېر محدودیتونه ولګول او هره ورځ یې د ژوند زمینه تنګېږی.
د ښځو او نجونو پر کار، روزنې او زده کړو محدودیتونه، له بشری حقونو څخه سرغړونه، د یوه ټول شموله حکومت په جوړولو کې پاتې راتلل، د اقلیتونو او رسنیو تر پښو لاندې کول هغه لاملونه دی چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد دغه ډله نه ده پېژندلې.
خبرگزاری زنان افغانستان