په تخار ولایت کې د طالبانو لخوا پر یوې ښځې جنسی تیری شوی
په تخار ولایت کې د طالبانو لخوا پر یوې ښځې جنسی تیری شوی

  خبرگزاری زنان افغانستان: په تخار ولایت کې د سرچینو د ادعا له مخې، د طالبانو ډلې یوه چارواکی په تخار ولایت کې پر یوې ښځې جنسی تیری کړی دی. باوری سرچینو د جمعې په ورځ “د سرطان په ۳۰مه” وویل د طالبانو د ډلې د دغه چارواکی نوم عزیزالله دی چې په حماس مشهور […]

 

خبرگزاری زنان افغانستان: په تخار ولایت کې د سرچینو د ادعا له مخې، د طالبانو ډلې یوه چارواکی په تخار ولایت کې پر یوې ښځې جنسی تیری کړی دی.

باوری سرچینو د جمعې په ورځ “د سرطان په ۳۰مه” وویل د طالبانو د ډلې د دغه چارواکی نوم عزیزالله دی چې په حماس مشهور دی چې د تخار ولایت د دشت قلعه ښار د عامې روغتیا د رییس په توګه کار کوی.

وژل شوې ښځې فریبا نومیږی او د تخار د خواجه غار ښار د اقلی مامایی کلی اوسیدونکې ده.

دغه سرچینې زیاته کړې، چې حماس دغه ښځه لومړی له دغه کلی څخه د کندز ښار دشت ارچی ښار ته بیولې او بیا یې د خواجه غار کلی ته لېږدولې او پر یی جنسی تېری کړی دی.

د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، حماس په داسې حال کې نیول شوى، چې د سه شنبی په ورځ د “سرطان په ۲۷مه” په تخار ولایت کې د طالبانو د ډلې د امنیې قوماندانۍ اړوندو کسانو له خوا پر دغې ښځې جنسی تېرى کړى و.

د تخار امنیه قوماندانی دغه پېښه تایید کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې مېرمنې روغتیایی حالت ښه نه دى او حماسه د تخار ولایت له خواجه غار کلی څخه د تخار ولایت مرکز تالقان ښار ته لېږدول شوې ده.

تر دې وړاندې هم د طالبانو ډلې اړوند کسان په ورته پېښو تورن شوی دی.

د طالبانو د یوه قوماندان زوی د روان کال په ثور میاشت کې په غور ولایت کې پر یوې نجلۍ جنسی تېری وکړ او بیا یې ووژله.

خبرگزاری زنان افغانستان

خبرگزاری زنان افغانستان