په تودو سیموکې نوى ښونیزکال پیل،لا هم د نجونو پرمخ منځنی ښوونځی او لیسې بندې دی
په تودو سیموکې نوى ښونیزکال پیل،لا هم د نجونو پرمخ منځنی ښوونځی او لیسې بندې دی

خبرگزاری زنان افغانستان: نن د سنبلې پنځلسمه نېټه د هیواد په ټولو تودو(ګرم سېره) سیمو(ننګرهار،کونړ،لغمان،کندهار،هلمند،زابل…) کې نوى تعلیمی کال رسما په داسې حال کې پیلېږی چې لا هم د نجونو پرمخ د منځنی ښوونځی او لېسې دروازې بندې دی. له ښوونځیو منع شوې نجونې وایی په تمه وې چې دا کال به د ښوونځیو دروازې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: نن د سنبلې پنځلسمه نېټه د هیواد په ټولو تودو(ګرم سېره) سیمو(ننګرهار،کونړ،لغمان،کندهار،هلمند،زابل…) کې نوى تعلیمی کال رسما په داسې حال کې پیلېږی چې لا هم د نجونو پرمخ د منځنی ښوونځی او لېسې دروازې بندې دی.

له ښوونځیو منع شوې نجونې وایی په تمه وې چې دا کال به د ښوونځیو دروازې پرانستل شی خو اوس زړه ماتې شوی دی.

ماریا چې په نهم ټولګی کې یې زده کړې نمیګړې پاتې او نور اجازه نه لری ښوونځی ته لاړه شی خپلې امیدونه یې بایللی.

هغه وایی”داسې اوازې وې چې د طالبانو د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت به د نجونو ښوونځی پرانستل شی ځکه ددوى ځینو چاروانو ویلی وو چې ښه زېرې لری،د افغانانو لپاره به ښه زېرى پرته د ښوونځیو اوپوهنتونونو خلاصېدو نور څه وی،دا دى دوهم کال بیا هم پیل شو خو زموږ دښوونځیو خلاصېدو هیڅ خبر نشته، دا ډېره دردونکى حالت دى مونږ خپل ټول امیدونه له لاسه ورکړی ځکه هیڅوک مو غږ نه اوری”

شبنم چې په یولسم صنف کې پرې ښوونځی بند شول وېره لری چې ګواکې دا دوهم کال به هم د تېر کال په څېر عبث تېر شی.

هغه وایی”یولسم صنف کې یې ښوونځى رابند کړدوه کاله کېږی چې ښوونځی ته د تګ اجازه نه لرو،دوه کاله خو د زده کړو له رڼا بې برخو شو وېرېږم چې دا دریم کال هم بې علمه تېر او ښوونځی هماغسې بند وی،هیڅوک زمونږ د زده کړو په اړه څه نه وایی،دا خاموشی ډېر ظالمه او دردونکې ده.”

یو شمېر ښوونکی د نجونو زده کړې بیا د ټولنې اساسی اړتیا بولی او وایی له تعلیم څخه د نجونو بې برخې کول ټولنه جهالت کندې ته غورځوی چې بیا جوړول به کالونه وخت ونیسی، دوى زیاتوی”طالبانو په تېره واکمنۍ کې هم د نجونو پرمخ ښوونځی او پوهنتونونه تړلی وو او ویل یې چې ورته به مناسبه طرحه جوړه کړی خو تر لومړۍ واکمنۍ چپه کېدو پورې یې ورته کومه طرحه جوړه نه کړه او یو ځل بیا هماغه خبرې کوی که دوى هماغه تجربه تکراروی په لوى لاس ټولنه بربادۍ لور ته بیایی ځکه زده کړې د ټولنې پرمختګ لپاره اساسی اړتیا ده”

د زده کړو یوشمېرفعالان بیا د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل د ټولنې لپاره ناوړه پایلو لرونکی بولی او د سرپرست حکومت څخه غواړی چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځیی او پوهنتونونه پرانیزی.

د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل اعلان کړ چې د نجونو د زده کړو په اړه پکې هیڅ یادونه نه ده شوې.

دوى ټولو زده‌کوونکو ته ډاډ ورکړ چې د ښوونیز نظام د پیاوړتیا لپاره به هڅې کوی.

شااو خوا ۷۱۷ورځې کېږی چې له شپږم ټولګی پورته د نجونو پرمخ ښوونځی تړل شوی چې داخلی او بهرنی غبرګونونه یې راپارولی خو طالبان له دوه کالو راهیسې د “طرحې”جوړېدو پلمه کوی او وایی چې صبر وکړٸ څو د پرانستلو لپاره یې شرایط برابر شی.