په جرمنی کې د ښځو د حقونو فعالانو د افغان ښځو او نجونو د غږ په انعکاس ټینګار وکړ
په جرمنی کې د ښځو د حقونو فعالانو د افغان ښځو او نجونو د غږ په انعکاس ټینګار وکړ

خبر گزاری زنان افغانستان: په جرمنی کې مېشت د افغانستان د مدنی او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د ملګرو ملتونو د بشری حقونو له ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ سره په کتنه کې ویلی چې د افغانستان د وضعیت څېړل نړیوال مسوولیت دی. ښاغلی بینیټ رسنیو ته وویل چې په دې غونډه کې […]

خبر گزاری زنان افغانستان: په جرمنی کې مېشت د افغانستان د مدنی او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د ملګرو ملتونو د بشری حقونو له ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ سره په کتنه کې ویلی چې د افغانستان د وضعیت څېړل نړیوال مسوولیت دی.

ښاغلی بینیټ رسنیو ته وویل چې په دې غونډه کې له ګډون کوونکو وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو د غږ د اوریدو په برخه کې خپل غږ پورته کړی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون “شنبه، ۴ سنبله” ښاغلی بینیټ په جرمنی کې د مدنی ټولنې له غړو او د افغان ښځو د حقونو له فعالانو سره چې اکثره یې ښځې وې، د «اروپا د ادغام» موسسې له خوا په جوړ شوی پروګرام کې وکتل.

دغو مدنی او د ښځو د حقونو فعالانو په دې غونډه کې ټینګار وکړ: د افغانستان وضعیت داخلی مسله نه، بلکې یوه نړیواله اندیښنه او مسوولیت دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ویلی، چې په دې ناسته کې یې د افغانستان په اړه د جرمنی او ملګرو ملتونو د دریځ په ګډون د نړیوال سیاست په اړه خبرې وکړې.

ښاغلی بینیټ تر دې مخکې د جرمنی د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بیرباک سره هم کتلی وو.

د جرمنی د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې دغه هېواد په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې د افغانانو له بشری حقونو څخه به دفاع نه کوی او له دوی سره یې ملاتړ او پیوستون «نه ماتیدونکی» دی.

باید وویل شی، چې په تېرو دوو کلونو کې له پراخو نړیوالو فشارونو او په افغانستان کې د ښځو له پرله پسې اعتراضونو سره سره اوسنی حکومت نه یوازې دا چې اعلان شوی محدودیتونه لغوه نه کړل، بلکې د ښځو پر کار او ژوند یې نور محدودیتونه هم ولګول.