په جینوا کې د افغان پلاوی د افغان دودیزې موسیقۍ د ورکېدو په اړه اندېښمن دی
په جینوا کې د افغان پلاوی د افغان دودیزې موسیقۍ د ورکېدو په اړه اندېښمن دی

خبرگزاری زنان افغانستان: په جینوا کې افغان پلاوی په یوه بیان کې ویلی چې د دغه هېواد کلتور، موسیقی او عنعنوی هنرونه د طالبانو د واکمنۍ له امله له منځه تللی دی. په ورته وخت کې د نړۍ د فکری ملکیتونو د سازمان د غونډې په څنډه کې په جینوا کې افغان پلاوی د طالبانو […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په جینوا کې افغان پلاوی په یوه بیان کې ویلی چې د دغه هېواد کلتور، موسیقی او عنعنوی هنرونه د طالبانو د واکمنۍ له امله له منځه تللی دی.

په ورته وخت کې د نړۍ د فکری ملکیتونو د سازمان د غونډې په څنډه کې په جینوا کې افغان پلاوی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانی موسیقۍ او هنرونو د له منځه وړلو د احتمال په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

دغې ادارې په جلاوطنۍ کې د دغه هېواد د هنرمندانو او سندرغارو په همکارۍ د افغانستان د کلتوری میراثونو او فولکلور د ساتنې لپاره د یوې حل لارې غوښتنه کړې ده.

طالبان سندرې ویل او موسیقی اوریدل حرام ګڼی او واک ته له رسیدو وروسته ځینې هنرمندانو افغانستان پریښی او یا یې هنر پریښې ده.

په جینوا کې د افغانستان نمایندګۍ هم په خپله اعلامیه کې ویلی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له هېواده د فارغانو په وتلو سره ادارې د لوستو او تجربه لرونکو کارکوونکو له کمښت سره مخ شوې دی.

دا وضعیت د طالبانو لخوا د عصری زده کړو د بندیز او د ښځو او نجونو د زده کړې او کار څخه د منع کولو له امله خورا خراب شوی.

په جینوا کې د افغانستان پلاوی د فکری ملکیتونو له نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې په افغانستان کې خپله ونډه زیاته کړی، څو د هېواد د ځوانانو او ښځو له استعدادونو او خلاقیت څخه د ټولنیز او اقتصادی پرمختګ د وسیلې په توګه کار واخلی.

په معارف باندې د طالبانو له محدودیتونو سره سره، نړیواله ټولنه او ملګری ملتونه کولای شی چې د معارف مسله حل کړی او د عصری ټکنالوژۍ او نوښتونو په مرسته په افغانستان کې د ځوانانو او ښځو ظرفیتونه لوړ کړی او په دې برخه کې هغوی پیاوړی کړی.

طالبانو په لومړی سر کې تر شپږم ټولګی پورې د نجونو پر ښوونځی بندیز ولګاوه او د تېر کال په پای کې یې په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې هم وځنډولې.

دې ډلې په دولتی، نادولتی او مرستندویه بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی دی.

خبرگزاری زنان افغانستان