په زابل ولایت کې د تیری شپې باران او سېلابونو خلکو ته ګڼ ځانی او مالی زیانونه اړولی دی
په زابل ولایت کې د تیری شپې باران او سېلابونو خلکو ته ګڼ ځانی او مالی زیانونه اړولی دی

له زابله سیمه ییزې سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې د سېلابونو د راوتلو له کبله ۲۰ کسان مړه شوی او لسګونه کورونه ویجاړ شوی دی. له زابله سیمه ییزې سرچینې وایی، چې د بارانونو او سېلابونو له کبله په دای چوپان ولسوالۍ، خرواریان سیمې او په مرکز کلات کې درانه تلفات اوښتی دی. […]

له زابله سیمه ییزې سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې د سېلابونو د راوتلو له کبله ۲۰ کسان مړه شوی او لسګونه کورونه ویجاړ شوی دی.

له زابله سیمه ییزې سرچینې وایی، چې د بارانونو او سېلابونو له کبله په دای چوپان ولسوالۍ، خرواریان سیمې او په مرکز کلات کې درانه تلفات اوښتی دی.

زابل کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویلی، چې تر اوسه ۲۰ کسان په دغو سېلابونو کې مړه شوی دی.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د زابل په دای چوپان ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۷ غړی د سېلابونو له کبله مړه شوی دی.

د تېرو څو ورځو په لړ کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې سېلابونه راوتلی، چې مالی او ځانی زیانونه یې اړولی دی.

خبرگزاری زنان افغانستان