په زابل کې لسګونه کسان په کولرا اخته شوی دی
په زابل کې لسګونه کسان په کولرا اخته شوی دی

په جنوب لوېدیځ کې د زابل ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې لسګونه کسان په کولرا اخته شوی دی. د رسنیو د خبر له مخې، دغه ولسوالۍ چې د طالبانو تر واک لاندې ده؛ په دې وروستیو وختو کې په دغې ناروغۍ اخته شوی کسان د دغه ولایت د […]

په جنوب لوېدیځ کې د زابل ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې لسګونه کسان په کولرا اخته شوی دی.

د رسنیو د خبر له مخې، دغه ولسوالۍ چې د طالبانو تر واک لاندې ده؛ په دې وروستیو وختو کې په دغې ناروغۍ اخته شوی کسان د دغه ولایت د شهر صفا ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

د زابل ولایت په شاجوی، دایچوپان او نورو سیمو کې د کولرا د پراخې خپریدو خبر ورکړل شوی دی.

تر دې مخکې د زابل د عامې روغتیا رییس اعلان کړی و، چې یوازې د دغه ولایت په سیوری ولسوالۍ کې ۵۰ ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوی دی. ویل کیږی چې سیمې ته ډاکټران استول شوی دی.

د شمېرو له مخې د دغه ولایت یوازې ۳۲ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی لری.