په غزنی ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې ده
په غزنی ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې ده
 د طالبانو ډلې سیمه ییزو چارواکو په غزني ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ د ځان وژنې خبر ورکوي.

د طالبانو ډلې سیمه ییزو چارواکو په غزنی ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ د ځان وژنې خبر ورکوی.

د غزنی ولایت د امنیې قوماندانۍ له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې دغې ځوانې نجلۍ د سې‌شنبې په شپه (د غویی په ۱۱مه) د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ په ګودولی سیمه کې ځان زندۍ کړ او خپل ژوند یې پای ته ورساوه.

د غزنی ولایت چارواکو د دغې ځوانې نجلۍ د ځان وژنې اصلی لامل کورنی تاوتریخوالی بللی دی.

ویل کیږی، چې څو ورځې وړاندې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې هم یوه تن ځان وژنه کړې او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له بیا واک ته رسیدو سره، د پام وړ شمیر ځوانان د فقر، محرومیت او کورنی تاوتریخوالی له امله ځان وژنې ته مخه کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له بیا واک ته رسیدو سره، د پام وړ شمیر ځوانان د فقر، محرومیت او کورنی تاوتریخوالی له امله ځان وژنې ته مخه کړې ده.

د افغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس