په غزنی ولایت کې د طالبانو له خوا د دوو ښوونیزو مرکزونو تړل
په غزنی ولایت کې د طالبانو له خوا د دوو ښوونیزو مرکزونو تړل

خبرگزاری زنان افغانستان: د غزنی ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلی، طالبانو په دغه ولایت کې د یو ښوونیز مرکز او یو خصوصی ښوونځی د ګڼو زده کوونکو د شتون له امله تړلی دی. سرچینې نن دوشنبه د “سنبلې په ۱۳ مه” رسنیو ته ویلی، چې د طالبانو ډلې استازو پرون دغه دوه ښوونیز مرکزونه تړلی […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د غزنی ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلی، طالبانو په دغه ولایت کې د یو ښوونیز مرکز او یو خصوصی ښوونځی د ګڼو زده کوونکو د شتون له امله تړلی دی.

سرچینې نن دوشنبه د “سنبلې په ۱۳ مه” رسنیو ته ویلی، چې د طالبانو ډلې استازو پرون دغه دوه ښوونیز مرکزونه تړلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه ښوونیز مرکز دروازه وروسته له هغه د وسله والو طالبانو له لوری وتړل شوه، چې یو شمېر ښځینه زده کوونکی په ټولګی کې زده کړې کولې.

سرچینې زیاته کړې، چې د یوه خصوصی ښوونځی دروازه هم د وسله والو طالبانو له لوری په دغه ټولګی کی د نجونو د یوه کم عمره هلک د شتون له امله تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په ورته اقدام کې په دغه ولایت کې د طالبانو ډلې استازو په ټولګی کې د څو تنو ښځینه زده کوونکو د شتون له امله د ژبې او کمپیوټر د زده کړې یو مرکز تړلی و.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر ژوند د تحلیل شویو محدودیتونو او بندیزونو په دوام، دغې ډلې نږدې میاشتې وړاندې د دغه ولایت په ښوونیزو مرکزونو کې د نجونو پر شتون بندیز ولګاوه او چارواکو ته یې خبرداری ورکړ، چې هېڅ نجلۍ ته اجازه نه ورکوی.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو تر شپږم ټولګی پورې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې او پوهنتون ته یې له تګ څخه منع کړی دی.

د طالبانو دغه اقدام په ملی او نړیواله کچه غبرګونونه راپارولی دی او د نړۍ هیوادونو په ځلونو له دغې ډلې وغوښتل چې دغه بندیزونه لیرې کړی او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړی خو دغې ډلې په دې برخه کښې هیڅ مثبت اقدام نه دی کړی.