په غور کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د یوې پوځی چورلکې د غورځېدو په پایله کې یو تن وژل شوی او لږ تر لږه لس نور ټپیان شوی دی.
چورلکه د چهارشنبې په ورځ شاوخوا ۱۰:۲۰ د فیروزکوه ښار اړوند د هریرود سیند ته څېرمه وغورځېد.
ویل کیږی چې دغه چورلکه نن سهار له هرات څخه غور ته تللۍ وه. ځایی سرچینې د دې پېښې د ټپیانو روغتیایی حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
په غور کې طالب چارواکو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې او نه هم د طالبانو د دغې پوځی چورلکې د غورځېدو علت معلوم دی.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس