په لغمان کې یو کس له ناڅرګنده وسلوالو په برید کې وژل شو
په لغمان کې یو کس له ناڅرګنده وسلوالو په برید کې وژل شو

سیمه ایزې سرچینې وایی چې نامعلومو اشخاصو یو تن وژلی او له سیمې تښتیدلی. رسنیو پنجشنبه، ۳۰ د سرطان خبر ورکړ چې د وژل شوی کس هویت ښودل شوی نه دی او د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د نامعلومو اشخاصو په برید کې وژل شوی دی. ویل کیږی مقتول د چا سره دوښمنی نه […]

سیمه ایزې سرچینې وایی چې نامعلومو اشخاصو یو تن وژلی او له سیمې تښتیدلی.

رسنیو پنجشنبه، ۳۰ د سرطان خبر ورکړ چې د وژل شوی کس هویت ښودل شوی نه دی او د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د نامعلومو اشخاصو په برید کې وژل شوی دی.

ویل کیږی مقتول د چا سره دوښمنی نه درلوده خو په تېر حکومت کې یې دنده اجراء کړې وه.د راپورونو له مخې له تېرو څو میاشتیو راهیسې په لغمان کې هدفی وژنې زیاتې شوی چې په وژل شویو کې زیاتره یې د تېر حکومت د دفاع، کورنیو او عدلیې وزارتونو مربوط کسان دی.

په لغمان کې طالب چارواکو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.