په مزارشریف کې د یوه سوداګر زوی وتښتول شو
په مزارشریف کې د یوه سوداګر زوی وتښتول شو
پرون مازدیګر د سباوون په نوم يو ماشوم له مزارشريف ښار څخه د ناپيژاندو کسانو له خوا وتښتول شو.

پرون مازدیګر د سباوون په نوم یو ماشوم له مزارشریف ښار څخه د ناپیژاندو کسانو له خوا وتښتول شو.

دغه ماشوم د یوه سوداګر د عبدالستار په نوم زوی دی او تېره ورځ مازدیګر مهال د مزارشریف ښار د دوهمې ناحیې له سیمې څخه تښتول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره یکشنبې ورځ له دوهمې ناحیې څخه د عبدالله په نوم یو بل ماشوم هم تښتول شوى و او بېرته خپلې کورنۍ ته سپارل شوى دى. خو دغه ډول جرمونو خلک اندېښمن کړی دی.

 

د افغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس