خبرگزاری زنان افغانستان: په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی وایی، د طالبانو له تاوتریخوالی ډکو تګلارو د افغانانو پر وړاندې ننګونې لا پسې زیاتې کړی دی. امریکا دغه څرګندونې په هغې مطبوعاتی اعلامیه کې کړی، چې د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلې او د اقتصادی همکاریو سازمان د کلنۍ پرېکړه لیک په مناسبت خپره […]
خبرگزاری زنان افغانستان: په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی وایی، د طالبانو له تاوتریخوالی ډکو تګلارو د افغانانو پر وړاندې ننګونې لا پسې زیاتې کړی دی.
امریکا دغه څرګندونې په هغې مطبوعاتی اعلامیه کې کړی، چې د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلې او د اقتصادی همکاریو سازمان د کلنۍ پرېکړه لیک په مناسبت خپره شوې ده.
په دغه اعلامیه کې زیاته شوې چې د طالبانو ظلمونو له زیانمنو سره د مرستې لپاره د مرستندویه ادارو توان محدود کړی دی.
په ملګروملتونو کښې دامریکا د استازی دفتر دغه راز وویل په افغانستان کښې د اوسنی اقتصادی او بشری کړکیچ په هوارولو کښې مرسته او ددغه هیواد له خلکو سره مرسته د امریکا له بیړنیو لومړیتوبونو څخه دی .
تېر کال د طالبانو حکومت په نادولتی موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه او په پایله کې یې په افغانستان کې ډېرو موسسو خپل فعالیتونه ودرول او یا یې محدود کړل.
پر دې سربېره پر طالبانو د بهرنیو مرستندویه ادارو په کارونو کې د لاسوهنې له امله نیوکې کېږی او له همدې امله د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر موسسو په ځینو ولایتونو کې خپلې بشری مرستې بندې کړې دی.
خو طالبان حکومت دغه موضوع رد وی.