په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له ۲۸۴ بې سرپرسته مېرمنو سره د چرګانو روزنې او خوراکی توکو مرسته وشوه
په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له ۲۸۴ بې سرپرسته مېرمنو سره د چرګانو روزنې او خوراکی توکو مرسته وشوه

په ننګرهار او لغمان ولایتونو طالب چارواکی له بې سرپرسته او اړمنو کورنیو سره د مرستې خبر ورکوی. ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایی، چې د «افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې» له لوری د دغه ولایت په چپرهار، کوز کونړ او روداتو ولسوالیو کې ۲۰۰ بې سرپرسته مېرمنو ته د چرګانو روزنې […]

په ننګرهار او لغمان ولایتونو طالب چارواکی له بې سرپرسته او اړمنو کورنیو سره د مرستې خبر ورکوی.

ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایی، چې د «افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې» له لوری د دغه ولایت په چپرهار، کوز کونړ او روداتو ولسوالیو کې ۲۰۰ بې سرپرسته مېرمنو ته د چرګانو روزنې فارمونه جوړ شول.

د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوی عبدالستار محمد وایی، چې یادو اړمنو مېرمنو ته نن«پنجشنبه۷ د مرغومی» د چرګانو د روزنې وسایل هم ورکړل شول.

د هغه په خبره هرې مېرمنې ته د چرګانو روزنې په موخه ۳۰ کورنی چرګان،۷۵ کېلو د چرګانو دانه، درمل او د فارمونو نور اړین وسایل ورکړل شول.

نوموړی وایی، له دې وړاندې هم د (FAQ) موسېسې له لوری د دغه ولایت په سره رود، کامې او بټی کوټ ولسوالیو کې ۱۵۰۰ بې وزله او بې سرپرسته مېرمنو ته د چرګانو روزنې فارمونه جوړ شوی وو، چې یې موخه د بې سرپرسته مېرمنو اقتصادی ځان بسیاینه ده.

د یو بل خبر له مخې د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست په هڅو د اسلامیک ریلیف مؤسسې په مالی مرسته د بټی کوټ ولسوالۍ په «جانیخېلو» سیمه کې ۳۸ تنه ښځینه وو ته د کوچنی کاروبار او اقتصاد پیاوړتیا په موخه د چرمه دوزۍ او خیاطۍ اړوند وسایل ورکړل شول.

په همدې حال د لغمان د کلیو بیارغونې اوپراختیا ریاست په همغږۍ او د نړیوال بانک په مالی مرسته د دغه ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې له ۴۶ بیوزله ، کونډو او بی سرپرسته کورنیو ته د لس زره افغانیو معادل خوارکی توکی وویشل شول.

د چارواکو د مالوماتو له مخې په دغه مرسته کې هری کورنۍ سره ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۶ لیتره غوړی ، ۲۵ کیلو سیله وریجې ، ۱۰ کیلو لوبیا، ۸ کیلو بوره، ۷ کیلو مالګه، ۴۰ کلچی صابون او دوه کیلو شین چای شامل وو.

په همدې حال کې هغه میرمنې چې یادې مرستې یې ترلاسه کړی خوښی څرګندوی او له نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتنه کوی، ترڅو ورسره په بېلابېلو برخو کې همکاری وکړی.