په ننګرهار کې د اقلیم بدلون درې ورځنى نړیوال کنفرانس پیل شو
په ننګرهار کې د اقلیم بدلون درې ورځنى نړیوال کنفرانس پیل شو

د ننګرهار پوهنتون په کوربه‌توب د لوړو زده‌کړو وزارت له لوری د اقلیم بدلون درې ورځنی نړۍوال کنفرانس نن (شنبه۲۱ د سلواغې) پیل شو. د دغه کنفرانس د پیل پرمهال د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت علمی مرستیال مولوی لطف الله خیرخوا وویل، چې نړۍ دې د اقلیمی بدلون په برخه کې د عملی […]

د ننګرهار پوهنتون په کوربه‌توب د لوړو زده‌کړو وزارت له لوری د اقلیم بدلون درې ورځنی نړۍوال کنفرانس نن (شنبه۲۱ د سلواغې) پیل شو.

د دغه کنفرانس د پیل پرمهال د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت علمی مرستیال مولوی لطف الله خیرخوا وویل، چې نړۍ دې د اقلیمی بدلون په برخه کې د عملی اقدام تر څنګ د بشریت د ژغورلو لپاره هڅه هم وکړی.

نوموړی زیاته کړه چې د اقلیمی بدلون په برخه کې به له افغانستان سره د نړۍ له لوری د شوی ظلم پر وړاندې خپل غږ پورته کړی او د هېواد د موسمونو، سیندونو او اوبو د یرغل پر وړاندې به په کلکه ودرېږی.

کنفرانس ته د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر هم وینا وکړه او ټینګار یې وکړ، چې داقلیمی بدلون په برخه کې به ژمنې نه بلکې عملی کار به وکړی، ځکه د اقلیمی بدلون په اړه ورته د افغانستان قضیه ارزښت لری.

هغه دغه راز په خپلو خبرو کې راتلونکی کال په کابل پوهنتون کې د زرغون انقلاب، په پولی تخنیک پوهنتون کې د اوبو او په بدخشان کې د ګرځندویی صنعت په اړه د نړیوالو کنفرانسو د جوړېدو خبر هم ورکړ.

دغه درې ورځنی کنفرانس ته د طالبانو حکومت د سیاسی مرستیال په ګډون د چارو ادارې لوی رییس، د کرنې وزیر، د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر، د ښار جوړونې وزیر، د کلی او پراختیا وزیر، اقتصاد وزیر او د لوړو زده کړو د وزیر تر څنګ د داخلی استادانو په ګډون د ګڼ شمېر بهرنیو هېوادونو څېړونکی او استادانو هم برخه اخیستې، چې په افغانستان کې د اقلیمی بدلون د اغېزو په اړه به خپلې مقالې له ګډونوالو سره شریکې کړی.

د دغه کنفرانس لپاره د ۲۵۰ په شاوخوا کې څېړنیزې مقالې لېږل شوی، چې له ډلې یې ۲۰ مقالې له بهرنیو هېوادونو څخه دی.