په ننګرهار کې د بیرغ پرسر یوشمېر کسان وهل اونیول شوی
په ننګرهار کې د بیرغ پرسر یوشمېر کسان وهل اونیول شوی

په ننګرهار ولایت کې د طالب امنیتی مسٶلینو لخوا څوتنه کسان چې د خپلواکۍ د ورځې نمانځی په موخه د پښتونستان واټ او د جلال آباد نورو ځایونو ته رواتلی وو وهل او نیول شوی. عینی شاهدان وایی طالب استخباراتو یوشمېر  کسان چې درې رنګه ملی بیرغ یې په ښار کې له ځان سره رواړى […]

په ننګرهار ولایت کې د طالب امنیتی مسٶلینو لخوا څوتنه کسان چې د خپلواکۍ د ورځې نمانځی په موخه د پښتونستان واټ او د جلال آباد نورو ځایونو ته رواتلی وو وهل او نیول شوی.

عینی شاهدان وایی طالب استخباراتو یوشمېر  کسان چې درې رنګه ملی بیرغ یې په ښار کې له ځان سره رواړى و نیولی.

دعینی شاهدانو په وینا په نیول شویو کسانو کې ماشومان هم شته.

له دې څخه وړاندې دطالبانو د امنیې قومندانی د ننګرهار او کونړ ولایت اوسېدنکوته د یو مکتوب په خپرولو سپارښتنه  کړې وه چې درې رنګ بیرغ دې  د خپلواکۍ نمانځلو پر وخت نه پورته کوی.

په یاد مکتوب کې خلکو ته خبردارى ورکول شوى چې د ملی درې رنګه بیرغ له ګرځولو څخه ډډه وکړی او که چادا کار وکړ د دقانونی چلند سره به مخ شی.

طالبانو د ۲۰۲۱کال د اګسټ پنځلسم  راهیسې په افغانستان د حاکمیت وروسته خپل سپین رنګ بیرغ ملی بیرغ اعلان او په دری رنګه بیرغ بندیز لګولى.

پر افغانستان ددوى د دویم ځل واکمنۍ  دا لومړى ځل دى چې د خپلواکۍ ورځ د جشن نمانځلو ته اجازه ورکړې