د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار کې یوې میرمنې د ترافیکی پېښې له امله خپل ژوند بایللى. د ننګرهار امنیه قومندانی لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی ویلی چې پرون شنبه د جلال آباد ښار داومې ناحیې اړوند د سرخرود دوسرکه سیمه کې هینو موټر یوه میرمنه وهلې چې په نتیجه کې یې خپل […]
د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار کې یوې میرمنې د ترافیکی پېښې له امله خپل ژوند بایللى.
د ننګرهار امنیه قومندانی لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی ویلی چې پرون شنبه د جلال آباد ښار داومې ناحیې اړوند د سرخرود دوسرکه سیمه کې هینو موټر یوه میرمنه وهلې چې په نتیجه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړى.
زابلى د پېښې رامنځته کېدو لامل د موټر چلونکی بې احتیاطی بولی او وایی طالب سرتېرو موټر چلونکى نیولی او تر تحقیق او څېړنې لاندې دى.
تېره ورځ (جمعه) په کوزکنړ ولسوالۍ کې د موټر د ټکر له امله یوې میرمنه مړه او اووه تنه ټپیان شوی وو.