په ننګرهار کې د لیکوال ورځ ونمانځل شوه
په ننګرهار کې د لیکوال ورځ ونمانځل شوه

نن دوشنبه په ننګرهار ولایت کې د اطلاعاتو فرهنګ ریاست لخوا د لیکوال ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله. یاده غونډه چې د اطلاعاتو کلتور ریاست په ښوونیز مرکز کې جوړه شوې وه د طالبانو اطلاعاتو کلتور ریاست رٸیس سربېره یوشمیر قلموالو،لیکوالانو،ځوانانواو ژورنالیستانو ګډون کړى و. په غونډه کې د ننګرهار اطلاعاتو کلتور […]

نن دوشنبه په ننګرهار ولایت کې د اطلاعاتو فرهنګ ریاست لخوا د لیکوال ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.
یاده غونډه چې د اطلاعاتو کلتور ریاست په ښوونیز مرکز کې جوړه شوې وه د طالبانو اطلاعاتو کلتور ریاست رٸیس سربېره یوشمیر قلموالو،لیکوالانو،ځوانانواو ژورنالیستانو ګډون کړى و.
په غونډه کې د ننګرهار اطلاعاتو کلتور ریاست لپاره د طالبانو رٸیس قاری نورمحمد حنیف دلیکوالانو او لیکوالۍ په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او له لیکوالانو یې غوښتنه وکړه چې ټولنې ته د مثبتو لیکونو په وړاندې کولو سره دهیواد په آبادۍ او بیارغونه کې برخه واخلی.
په غونډه نورو ګډونوالو هم د لیکوالۍ په ارزښت خبرې وکړې او هیله یې وښوده چې د ټولنې د ښې راتلونکی لپاره مطالعې د فرهنګ پیاوړى شی او له لیکوالانو یې وغوښتل چې داسې لیکنې وکړی چې ځوانانو علمی کچه لوړه او مطالعې کولو لپاره تشویق شی.
ددې ترڅنګ د غونډې ویناوالو د اطلاعاتو کلتور ریاست څخه وغوښتل چې ننګرهار کې رسنیو ته سپارښتنه وکړی څو د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه خپرونې جوړې کړی.

د لیکوال ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږی چې د مطالعې فرهنګ کمرنګه شوى او ګڼو ځوانانو د مبهم او نامعلومه برخلیک له امله مطالعې ته شا اړولې.