وروستیو اورښتونو د ننګرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ځایی خلکو ته مالی او ځانی زیانونه اړولی. د حصارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مفتی حارث وایی چې د یادې ولسوالۍ په لاجیګړ،جوکان،ګټ خیلو،سیاب او نورو کلیو کې زراعتی ځمکه چې فصلونه پرې کرل شوی وپه بشپړ ډول له منځه وړې. د هغه په […]
وروستیو اورښتونو د ننګرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ځایی خلکو ته مالی او ځانی زیانونه اړولی.
د حصارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مفتی حارث وایی چې د یادې ولسوالۍ په لاجیګړ،جوکان،ګټ خیلو،سیاب او نورو کلیو کې زراعتی ځمکه چې فصلونه پرې کرل شوی وپه بشپړ ډول له منځه وړې.
د هغه په وینا په یادو کلیو کې اورښتونو د خلکو څاروی وژلی او د پاکو اوبو کاریزونه او استنادی دیوالونه یې هم تخریب کړی.
په غنی خیلو ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال مولوی صدیق الله وایی چې په غنی خیلو ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو له امله سیلابونه راوتلی چې ګڼې زراعتی ځمکې یې لاندې کړی،سړکونه او کورنه یې هم تخریب کړی.
د ځایی چارواکی وایی سپین غر ولسوالۍ کې سختو اورښتونو له امله په یادې ولسوالۍ کې کروندې له منځه تللى اویوشمېر څاروی سیلاب وړی.
د سیمو اوسیدونکی د مرستو غوښتنه کوی.
څه موده وړاندې هم د اورښتونو په ننګرهار کې خلکو ته مالی او ځانی زیانونه اړولی و.