په ننګرهار کې نابینا نجونې دوى ته د ځانګړی کتابتون غوښتنه کوی
په ننګرهار کې نابینا نجونې دوى ته د ځانګړی کتابتون غوښتنه کوی

خبرگزاری زنان افغانستان: په ننګرهار کې یوشمېر نابینا نجونې چې اوسمهال په ننګرهار کې په زده کړو بوختې دی دوى ته د ځانګړو کتابونو او کتابتونونو جوړېدو غوښتنه کوی. ارزو چې اوسمهال په یو روزنېز پروګرام کې چې د نابینایانو لپاره د ملګرو ملتونو ددکډوالو عالی کمیشنرۍ په مالی مرسته په ننګرهار کې جوړ شوى […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په ننګرهار کې یوشمېر نابینا نجونې چې اوسمهال په ننګرهار کې په زده کړو بوختې دی دوى ته د ځانګړو کتابونو او کتابتونونو جوړېدو غوښتنه کوی.

ارزو چې اوسمهال په یو روزنېز پروګرام کې چې د نابینایانو لپاره د ملګرو ملتونو ددکډوالو عالی کمیشنرۍ په مالی مرسته په ننګرهار کې جوړ شوى په زده کړو بوخته ده وایی کتابونو ته د لاسرسی په برخه کې ستونزې لری دوى ته د ځانګړی کتابتوت غوښتنه کوی.هغه زیاتوی” مونږ په دې کمیونټی سنټر کې ۱۳تنه نابینایانې دینی زده کړو،ژورنالېزم،ویناوالی او نور ساینسی مضمونونه لولو کتابونه یې کم دی،بل کله چې مونږ غواړو په وزګار وخت کې مطالعه وکړو د بینا اشخاصو په شان انټرنیټ نشو کارولې او د مطالعې لپاره کتابونه نه لرو باید زمونږ لپاره ځانګړې کتابخانه جوړه شی څو راتلونکې لپاره د نورو نابینایانو لپاره مطالعې لپاره کتابونه موجود وی.”

نوموړې چې پخپل لاس یې د قرانکریم لمړۍ سیپاره لیکلې وایی “ما د قرانکریم لمړۍ سیپاره په بریل خط د نابینایانو لپاره ولیکله او بلې ټولګیوالې مې د پښتو کتاب لیکلى خو د بریلر(د نابینا اشخاصو لپاره د چاپ ماشین)نشتون له امله نشی کولى پوره قرانکریم ولیکی.

هغه وایی که چیری نړیوالې مرستندویه ادارې مونږ سره مرسته وکړی مونږ نابینایان ددې وړتیا لرو چې نابینایانو لپاره د نورو پشان کتابونه ولیکو او یا کتابخانه جوړه شی کولى شو په پور ترې کتابونه یوسو او خپل مطالعه زیاته کړو.

هیله نوری چې د یاد ټولنیز مرکز زده کوونکې ده هم له ورته ستونزې شکایت کوی او وایی”کله چې بینا وم تر اووم ټولګی مې زده کړې وکړې وروسته له هغې د یوې حادثې له امله مې سترګې ړندې شوې،او تازه دوه میاشتې کېږی چې په دې ټولنیز مرکز کې درس وایم،د مطالعې لپاره کتابونه نه لرو او نه ځانګړى کتابتون چې خپله پوهه د مطالعې له مخې زیاته کړو”

هیلې نوری زیاته کړه” حاکم رژیم خو د بینا نجونو پرمخ د زده کړو دروازې تړلی نو زما پشان نابینانجونو لپاره به څه وکړی خو نړیوالې مرستندویه موسسات باید زمونږ لپاره کتابونه،کتابتون جوړ کړی څو پوهه مو زیاته او د نورو پشان وطن ته خدمت وکړو”

نوموړې له نړیوالو مرستندویه موسساتو وغوښتل چې نابینایانو سره ددوى په زده کړو کې مرسته وکړی او ددوى لپاره ځانګړى کتابتون جوړ کړی څو په دې برخه کې یې ستونزې حل شی.

د نابینایانو د اتحادیې عمومی سکرتر د افغان ښځو خبری آژانس ته وویل چې د نابینایانو په نوم ډیرى مرستې شخصی جیبونو ته ځی او دوى ته هیڅ کار نه دى شوى دوى له مسٶلو اشخاصو وغوښتل چې د نابینایانو سره په هره برخه کې بیا په ځانګړې توګه ددوى زده کړو برخه کې کار وکړی څو پوهه ترلاسه او د وطن جوړېدا کې خپله برخه واخلی.

په ختیځ زون کې د معلولینو د اتحادیې مشر مسعود صافی ویل و چې دا مهال په ننګرهار کې په سلګونه نابینا نجونې او میرمنې موجودې دی چې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.