په ننګرهار کې ناپېژندو وسلوالو په یوې ژورنالیستې برید کړى
په ننګرهار کې ناپېژندو وسلوالو په یوې ژورنالیستې برید کړى

سلګۍ احساس په ننګرهار ولایت کې د انعکاس راډیو تلویزیون پخوانۍ خبریالې خبرګذاری زنان افغانستان ته وویل چې پنجشبه مازدیګر شپږ بجې سره رود ولسوالۍ کې پرې ناپېژندو وسلوالو برید کړى. نوموړې وایی وسلوالو چې ځانونه یې اسلامی امارت ته منسبول له دندې څخه د کور په لاره وه چې لومړى یې پرې ډزې کړی […]

سلګۍ احساس په ننګرهار ولایت کې د انعکاس راډیو تلویزیون پخوانۍ خبریالې خبرګذاری زنان افغانستان ته وویل چې پنجشبه مازدیګر شپږ بجې سره رود ولسوالۍ کې پرې ناپېژندو وسلوالو برید کړى.

نوموړې وایی وسلوالو چې ځانونه یې اسلامی امارت ته منسبول له دندې څخه د کور په لاره وه چې لومړى یې پرې ډزې کړی او وروسته یې وهلې ده.

د هغې په خبره له وهلو وروسته بې هوشه شوې وه چې د ځایی خلکو لخوا نږدې روغتون ته انتقال شوه چې نن سهار په هوښ راغله.

نوموړې وایی(په جمهوریت کې هم زمونږ شخصی موټر ته بم ایښودل شوى و چې دچاودنې په نتیجه کې یې زمونږ د کورنۍ اتلس تنه ټپیان شوی و.)

هغه وایی” له وېرې مې نشو کولاى دا پېښه رسنیو سره شریکه کړم،ځکه هیڅوک مې غږ نه اوری،آیا همدا اسلامی امارت دى چې یوې ښځې سره داسې چلند وشی؟خو اوس مجبوره شوم ځکه نور نه کېږی چې غلې پاتې شم”
د نوموړې په وینا لومړى د تلیفون له لارې ورته د نامعلومو شمېرو اخطارونه ورکول کېدل چې بیا یې د ژورنالیستانو خـوندیتوب کمیټې سره شریکه کړه او اوس یې دا پېښْه هم نږدې آمنیتی حوزې سره شریکه کړې ده.

هغه زیاتوی چې اسلامی امارت دې خپل کسان پوه کړی چې ژورنالیستان ونه ځوروی او که چیری دوى وایی چې هغه بریدکونکی ددوى کسان نه وو،نو خپلو سرتېرو ته دې ځانګړى یونفورم تعین کړی څو خلک پوه شی چې برید کوونکی څوک دی.

د سارک ژورنالیستانو فورم SJF د طالبانو لخوا د افغانستان په ښځینه ژورنالیست سالګئ احساس باندې برید غندلی دی
او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتنی چې د هغو ځواکونو پر وړاندې چې په دغه غیر انسانی حرکت کې لاس لری اقدام وکړی او په افغانستان کې د مطبوعاتو او بیان ازادۍ او د خبریالانو حقونو ته درناوی وکړی.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دی ویلی.

دا لومړى ځل نه دى چې د نوموړی تلویزیون په کارکونکو برید کېږی لدې وړاندې هم د یاد تلویزیون څلورتنه ښځینه کارمندانې او مـوټرچلونکى د وسلوالو لخوا وژل شوی او دوه تنه نارینه کارکونکی یې وهل شوی و.