په ننګرهار کې یوې ښځې خپل خاوند وژلى
په ننګرهار کې یوې ښځې خپل خاوند وژلى

دننګرهار ولایت جلال آباد ښار اتمې ناحیې کې یوې میرمنې خپل خاوند وژلى. په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند حاجی رٸیس زابلى پېښه تاییدوی او وایی چې ” پرون ورځ دوشنبه د جلال آباد ښار اتمې حوزې اړوند دامآن سیمه کې یوې میرمنې د خپل لیور په همکارۍ خپل خاوند وژلى” د زابلی […]

دننګرهار ولایت جلال آباد ښار اتمې ناحیې کې یوې میرمنې خپل خاوند وژلى.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند حاجی رٸیس زابلى پېښه تاییدوی او وایی چې ” پرون ورځ دوشنبه د جلال آباد ښار اتمې حوزې اړوند دامآن سیمه کې یوې میرمنې د خپل لیور په همکارۍ خپل خاوند وژلى”
د زابلی په وینا یادې میرمنې خپل خاوند ته لومړى د خوب ګولۍ ورکړی او بیا یې د رسۍ په وسیله زندۍ کړى.

هغه زیاتوی چې طالبانو امنیتی ځواکونو له لورې دواړه قاتلین نیولی چې اوسمهال د امنیې قومندانۍ جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت کې تر تحقیق لاندې دی،
چې وروسته به اړونده عدلیی او قضایی اورګانونو ته وسپارل شی”

د خاوند په قتل تورنه میرمنې پخپل جرم اعتراف کړى او وایی چې د تاوتریخوالی له امله د خپل خاوند وژلو ته مجبوره شوې.
هغه زیاتوی” څه موده وړاندې مې په کور کې ستونزې رامنځته شوې چې زه او خاوندمې له خپلې کورنۍ جلا شو خو هره ورځ مې خاوند وهلم چې ژوند مې تریخ شوی و.

هغه همداراز زیاتوی: « ما مې خپل لیور ته تلیفون وکړ چې زما خاوند تا تورنوی او هره ورځ په همدې بهانو وهل او ټکول خورم نو راشه چې له دې خاوند ځان خلاص کړم بیا مې لیور راغی، د خوب ګولۍ یې راوړې، ما ورته پخپل لاس چایو کې ورکړې، کله چې نشه شو بیا مو په ویده حالت کې زندۍ کړ”

د وژل شوی شخص په قتل تورن ورور یې هم پخپل جرم اعتراف کوی.

د مقتول شخص ورور وایی چې ورور یې دترور په کور کې چې دوى ورسره اوسېدل شااوخوا لس بجې د میرمنې لخوا د کشر ورور په مرسته دسمال په وسیله زندۍ او وژل شوى.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په نیمروز ولایت کې هم دوو میرمنو خپل خاوند د کورنی تاوتریخوالی له امله وژلى و.