دننګرهار ولایت په جلال اباد ښار دریمې حوزې اړوند عربانو ګولایی سیمه کې یو کس خپله میرمنه وژلې. په ننګرهار ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلى وایی یو شخص چې میرویس نومېږی خپله میرمنه پرون دوشنبه پخپل کور کې وژلې چې له پېښې وروسته د طالبانو امنیتی مسولینو لخوا نیول شوى. د […]
دننګرهار ولایت په جلال اباد ښار دریمې حوزې اړوند عربانو ګولایی سیمه کې یو کس خپله میرمنه وژلې.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلى وایی یو شخص چې میرویس نومېږی خپله میرمنه پرون دوشنبه پخپل کور کې وژلې چې له پېښې وروسته د طالبانو امنیتی مسولینو لخوا نیول شوى.
د زابلی په وینا د خاوند لخواد وژل شوې میرمنې د قتل انګېزه تراوسه معلومه نه ده خو په اړه یې څېړنې روانې دی.
د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زور اخیستى چې ځینی یې په وژنو تمامیږی.چې بې کاری،فقر اوکورنی اختلافات یې عمده لاملونه دی