په ننګرهار کې ځوانانو د پکتیکا زلزه ځپلو لپاره د مرستې ټولونې په موخه خیمه درولې وه
په ننګرهار کې ځوانانو د پکتیکا زلزه ځپلو لپاره د مرستې ټولونې په موخه خیمه درولې وه

د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار تالاشۍ څلورلارې کې یوشمېر فعاله ځوانانو د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو قربانیانو ته د مرستې راټولولو په موخه خیمه وهلې ده. د نوموړی ځوانانو وایی چې په ننۍ راټولوشویو مرستو کې په مجموعی ډول ۱۶۱۵۸۶ افغانۍ، ۱۷۰۳۰ کلدارې او ۱ډالره مرسته را ټوله شوه، په افغانیو کې ۵۸۰۰۰ […]

د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار تالاشۍ څلورلارې کې یوشمېر فعاله ځوانانو د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو قربانیانو ته د مرستې راټولولو په موخه خیمه وهلې ده.
د نوموړی ځوانانو وایی چې په ننۍ راټولوشویو مرستو کې په مجموعی ډول ۱۶۱۵۸۶ افغانۍ، ۱۷۰۳۰ کلدارې او ۱ډالره مرسته را ټوله شوه، په افغانیو کې ۵۸۰۰۰ زرګون او پنځه سویز، ۵۰۰۰۰ سلګون، ۲۸۳۰۰ پنځوسیان، ۱۵۰۰۰ شلګون، ۹۷۶۰ لسګون، ۵۲۰افغانۍ پنځه کسیز او ۶ افغانۍ کاغذی چینج دی.

دوى وایی سبا اته بجې به بیا هم د جلال اباد ښار تالاشۍ څلور لارې کې په خیمه کې مرستې ته په انتظار وی، ترڅو یې پکتیکا کې د زلزلې له امله قربانیانو کورنیو ته ورسوی.

دوى په ننګرهارمیشتو غږ کوی چې د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو سره مرسته وکړی.

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کارونکو د یادو ځوانانو لخوا د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو لپاره مرستې راټولونه ستایلی.

ورته مهال لغمان کې هم ځوانانو د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د زلزلې ځپلو کورنیو لپاره د مرستو د راټولولو صندوق ایښى و.
د یادونې وړ ده چې چهارشنبه د افغانستان په ځینو ولایتونو کې زلزله شوې وه چې له امله یې په خوست،پکتیا او پکتیکا کې ۱۵۰۰تنه مړه او ۲۰۰۰ تنه ټپیان شوی و.