په ننګرهار کې یوهلک او نجلۍ د نامشروع اړیکو په تور وژل شوی
په ننګرهار کې یوهلک او نجلۍ د نامشروع اړیکو په تور وژل شوی

د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې ددې ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې یو هلک او نجلۍ د نامشروع اړیکو په تور وژل شوی. دننګرهار امنیې قومندانی لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلى وایی یاده پېښه نن شنبه سهار ۹بجې رامنځته شوې. د هغه په وینا یاده پېښه […]

د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې ددې ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې یو هلک او نجلۍ د نامشروع اړیکو په تور وژل شوی.
دننګرهار امنیې قومندانی لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلى وایی یاده پېښه نن شنبه سهار ۹بجې رامنځته شوې.
د هغه په وینا یاده پېښه د نازیانو ولسوالۍ په مېلوی سیمه کې رامنځته شوې.
هغه زیاتوی(وژل شوی هلک او نجلۍ،د نجلۍ تره له لورې د ناشروع اړیکو له امله په ټوپک ویشتل شوی او مړه شوی او قاتل په تېښته بریالى شوى)
زابلى وایی ددوى سرتېرې د قاتل د نیولو هڅې پیل کړی څو ویې نیسی او د قانون منګولو ته یې وسپاری.