د سرچینې د معلوماتو له مخې، نوموړى حاجی لونګین نومېږی او تېره ورځ د جلال اباد ښار له مربوطاتو څخه د وسله والو له خوا تښتول شوى دى. هغه په جلال اباد ښار کې د سپین غر ټاور مالک هم دی.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې د جزئیاتو په اړه څه نه دی ویلی.
صرافان، سوداګرو او پانګه والو په هېواد کې د دوی پر وړاندې د امنیتی ګواښونو له امله اندېښمن دی.
په همدې حال کې په بلخ ولایت کې د یوه سوداګر زوی هم د ناپیژاندو وسله والو لخوا تښتول شوی دی. چې دغه ماشوم ښوونځی خوا ته روان و او په لاره کې د دوی لخوا وتښتول شو.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس