په ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار اوبيلابېلو ولسوالۍ کې723اړمنو کورنيو سره د خوراكي توکو مرسته وشوه. د موسساتو د نظارت غړي عتيق الله فاتح وايي(د ننګرهار ولايت کډوالو او بېرته را ستنيدونکو چارو رياست له لوري د CAHPO موسسې په مرسته مو ۴۰۹ بېوزله کورنيو سره د درې ميلیونه، ۲۳۱ زره او سل افغانيو […]
په ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار اوبيلابېلو ولسوالۍ کې723اړمنو کورنيو سره د خوراكي توکو مرسته وشوه.
د موسساتو د نظارت غړي عتيق الله فاتح وايي(د ننګرهار ولايت کډوالو او بېرته را ستنيدونکو چارو رياست له لوري د CAHPO موسسې په مرسته مو ۴۰۹ بېوزله کورنيو سره د درې ميلیونه، ۲۳۱ زره او سل افغانيو نغدي مرسته وشوه.
او هرې کورنۍ سره مو۹۷۰۰ افغانۍ مرسته وکړه)
په دې خوراکي توکو کې 50کيلو وړه،4کيلو وريجې،4کيلو بوره او 5ليټره غوړي شامل دي.په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د کډوالوچارورئيس اکرام الدين مفتون وايي( نن په (1400/11/17)نيټه(CAHPOاو DRC)موسسو له لورې دننګرهار ولايت دمهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(623) اړمنو بېځایه شوو، او بېوزلو کورنيو دپورته کورني جملي نه (409)هري کورني سره CAHPOموسسي په مالي مرسته ( 7900)افغاني نغدي مرسته وشوه.
او پاتي( 214) کورنيو سره د( DRC)موسسي په همګاري( 30)کورنيوهري کورني سره( 4000)
افغاني اوپاتي (184)هري کورني سره( 10200) افغاني نغدي مرسته ترسره شوه
يادې کورنۍ چې دننګرهار دمهاجرینو ریاست له لورې دمرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ په مرکز جلال اباد ښار مختلفو ناحيو او سره رود بهسود ۔ ولسواليو کې سروې او دمرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې .
هغه زياته کړه موږ دمرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو او دا مو د کارونو په برخه کې لومړيتوب دى چې د مرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې اودمرستولپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو
كې چې همدا اوس هم د حصارک ولسوالۍ په ګډون ځينو لرې غرييرو جنګ ځپلو سيمو کې سروې روانې دي او لا به ګړندۍ شي.)
ورسره هم مهاله د ننګرهار ولايت کار او ټولنيزو چارو رياست له لورې د يتيمو ماشومانو سرپرستې نړيوالې ادارې په هڅو ARA ادارې په مالي لګښت 100بې سرپرسته کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولايت د رسنيو مسولين وايي چې هرې کورنۍ ته 50کيلو وړه،شل کيلو وريجې،پنځه لېتره غوړي،دوه کيلو بوره،پينځه کيلو لوبيا او مالګه شامله وه ورکړل شو.
دا لمړى ځل نه دى چې په ياد ولايت کې د اړمنو کورنيو سره مرسته کېږي له دې وړاندې هم د بيلابېلو موسساتو او بنسټونو لخوا د اړمنو کورنيو سره د خوراكي توکو مرستې کېږي.