په نورستان کې اورلګېدنه،١٣کورونه سوځېدلی
په نورستان کې اورلګېدنه،١٣کورونه سوځېدلی

په نورستان کې د اورلګېدنې له امله ١٣کورنه سوځېدلی. د طالبانو محلی چاروکی وایی د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په منډګل سیمه کې اورلګېدو له امله ١٣کورنه سوځېدلی . دوى په یوه اعلامیه کې چې د نورستان د رسنیو د دفترله پاڼې خپره شوې ویلی چې دا اورلګېدنه پرون سه شنبه د برېښنا د […]

په نورستان کې د اورلګېدنې له امله ١٣کورنه سوځېدلی.

د طالبانو محلی چاروکی وایی د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په منډګل سیمه کې اورلګېدو له امله ١٣کورنه سوځېدلی .

دوى په یوه اعلامیه کې چې د نورستان د رسنیو د دفترله پاڼې خپره شوې ویلی چې دا اورلګېدنه پرون سه شنبه د برېښنا د شارټۍ له کبله رامنځته شوې چې ډېر کورونه یې سوځولی.

یاده اعلامیه د ځایی اوسېدونکی رحمت لله له قوله لیکلی چې یاده لورلګېدنه چې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې نورو کورنو ته خپره شوې او ١٣کورونه یې سوځولی چې له امله یې خلکو ته ګڼ مالی زیانونه رسولی.

هغه زیاتوی چې اورلګېدنه د ځایی خلکو په هلوځلو مهارشوې اونورو کورنو ته یې سرایت مخه نیول شوې.

لدې وړاندې د نورستان په ځنګولو کې دوه ځله اولګېدنه رامنځته شوې وه چې د ځنګلونو ډېره برخه یې سوځولې وه.